1 د اِسرائيل بادشاه يربعام دوېم د بادشاهۍ په اوويشتم کال، د امصياه زوئ عُزياه د يهوداه بادشاه شو
بيا د يهوداه خلقو د هغۀ د شپاړسو کالو زوئ عُزياه ته د بادشاهۍ تاج ورپه سر کړو.
د يهوداه بادشاه د يوآس زوئ امصياه د بادشاهۍ په پينځلسم کال د يهوآس زوئ يربعام د اِسرائيل بادشاه شو او په سامريه باندې يې يو څلوېښت کاله بادشاهى وکړه.
يربعام مړ شو او په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ زکرياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په يو کم څلوېښتم کال د يبيس زوئ سلوم د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه باندې يوه مياشت حکومت وکړو.
د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په يو کم څلوېښتم کال، د جادى زوئ مناحم د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې لس کاله حکومت وکړو.
د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په پنځوسم کال د مناحم زوئ فقحياه د اِسرائيل بادشاه جوړ شو او هغۀ په سامريه کښې دوه کاله حکومت وکړو.
د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په دوه پنځوسم کال د رملياه زوئ فقح د اِسرائيل بادشاه شو او شل کاله يې په سامريه کښې حکومت وکړو.
د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په اتۀ دېرشم کال د يربعام دوېم زوئ زکرياه د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې شپږ مياشتې حکومت وکړو.
د يهوداه ټولو خلقو د امصياه شپاړس کلن زوئ عُزياه خوښ کړو چې د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ شى.
په دې کِتاب کښې د يهوداه او د يروشلم په حقله هغه پېغامونه دى کوم چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې په هغه وخت کښې څرګند کړل کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو.