Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 14:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 خو يهوآس واپس دا جواب ورولېږلو، ”يو ځل د لبنان په غرونو کښې د ازغو بوټى د دِيار ونې له دا پېغام ولېږلو چې، زما زوئ له ستا لور ورکړه چې وادۀ يې کړى. يو ځنګلى ځناور هلته تېرېدو او د ازغو په بوټى يې پښې کېښودې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 14:9
15 Iomraidhean Croise  

هغۀ د ونو او بوټو په حقله خبرې کولې، د لبنان د دِيار نه واخله تر ويلنى پورې چې په دېوالونو باندې کيږى، هغۀ د ځناورو، مارغانو، په خېټه ښوئېدونکو څيزونو او کبانو په حقله خبرې کولې.


يهوآس امصياه له دا پېغام ولېږلو، ”يو ځل د لبنان په غرونو کښې د ازغو بوټى د دِيار ونې له دا پېغام ولېږلو، زما زوئ له ستا لور راکړه چې وادۀ يې کړى. نو بيا يو ځنګلى ځناور هلته تېرېدو او د ازغو په بوټى يې پښې کېښودې.


نو مالِک خُدائ د اسور فوجى مشران ولېږل چې په يهوداه باندې حمله وکړى. او هغوئ منسى ونيولو، کُنډې يې ورته واچولې او په زنځيرونو باندې يې وتړلو او بابل ته يې بوتلو.


ځکه چې د ځوانۍ نه ما د يتيمانانو خيال لکه د يو پلار په شان ساتلے دے، او ټول عُمر مې په کونډو پام کړے دے.


هلته هغۀ ته د مالِک خُدائ هغه فرښته د اور لمبې په شان د بوټى د مينځ نه راڅرګنده شوه. چې د موسىٰ پرې څنګه نظر پرېوتو نو په دې ليدو حېران شو چې په جاړه اور لګېدلے وو خو دا نۀ سوزېدله.


لکه څنګه چې د ازغو بوټى د يو شرابى په لاس کښې وى دغه شان يو متل د کم عقل په خولۀ کښې وى.


لکه چې په ازغو کښې د لاله ګل وينه، زما محبوبه د پېغلو په مينځ کښې داسې وينه.


د ازغو بوټى او تراخۀ بوټى به هر ځائ کښې د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې او قلعو کښې خوارۀ شى او ګيدړان او ګونګيان به په دې کښې اوسيږى.


بيا ما وفرمائيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، هغوئ زما په حقله وائى چې، ولې هغه هسې متلونه نۀ وائى؟“


ګورئ کۀ هغوئ د تباهۍ نه وتښتى هم، نو مِصر به هغوئ رايوځائ کړى، او ميمفِس به يې ښخ کړى. د هغوئ د سپينو زرو خزانې به په لوخو کښې ورکې شى، او د هغوئ په کورونو کښې به د ازغو بوټى راوټوکيږى.


کۀ چرې پښه ووائى چې زۀ لاس نۀ يم، او زۀ د بدن حِصه نۀ يم، نو په دې وينا د هغوئ د بدن سره تعلق نۀ ختميږى.


کله چې بنى اِسرائيلو وليدل چې حالات نازک دى او د هغوئ لښکر د سختۍ سره مخ دے، نو هغوئ د ګټو په غارونو او سورو کښې، ونو بوټو او په کُوهو کښې پټ شول،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan