Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 14:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 بيا امصياه د اِسرائيل بادشاه يهوآس له پېغام وړُونکى ولېږل او ورته يې ووئيل چې جنګ ته راوړاندې شه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 14:8
12 Iomraidhean Croise  

هغۀ حُکم وکړو، ”کۀ هغوئ د جنګ يا د صُلحې دپاره راروان وى نو ژوندى يې ونيسئ.“


نور هر څۀ چې يهوآس کړى وُو، سره د يهوداه بادشاه امصياه خِلاف په جنګ کښې د هغۀ بهادرى، هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.


خو امصياه ورته غوږ نۀ نيولو، نو يهوآس بادشاه د خپلو سړو سره روان شو او په يهوداه کښې يې د بيت‌شمس سره د هغۀ خِلاف جنګ وکړو.


کله چې امصياه ادوميانو له د شکست ورکولو نه پس راوګرځېدو، نو هغۀ د هغوئ بُتان د ځان سره راوړل، دا يې ودرول، د هغې عبادت يې وکړو او خوشبويۍ يې ورته وسوزولې.


غرور صرف لانجه پېدا کوى، خو حِکمت په هغوئ کښې وى څوک چې نصيحت منى.


د خراب بحث شروع داسې وى لکه چې د اوبو په بند کښې وړومبے سورے وشى، د دې نه مخکښې چې جنګ شروع نۀ شى نو دا زر ختم کړه.


د کم عقل خبرې جنګ جوړوى، او خپل ځان وهلو ته جوړوى.


د نصيحت په رڼا کښې منصوبې جوړوه، د جنګ نه وړاندې ښۀ مشوره کوه.


نو هغه په عدالت کښې په تېزۍ سره مۀ وړاندې کوه، نو تۀ به په آخر کښې څۀ کوې کۀ چرې ستا ګاونډى تا ملامته کړى او بيا دې وشرموى؟


زما دا ارمان دے چې زۀ د دې خلقو مشر وے نو ما به د ابى‌مَلِک نه ځان خلاص کړے وے. ما به هغۀ ته وئيلى وے چې خپل لښکر تيار کړه او بهر د جنګ دپاره راووځه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan