Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 14:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 امصياه لس زره ادومى فوجيان د مالګې په مېدان کښې ووژل، هغۀ په يو جنګ کښې د سلع ښار قبضه کړو او په دې باندې يې يقتى‌اېل نوم کېښودو چې تر اوسه پورې يې هم دا نوم دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 14:7
11 Iomraidhean Croise  

کله چې داؤد د مالګې په وادۍ کښې اتلس زره ادوميانو وژلو نه پس راوګرځېدو نو هغه نور هم مشهور شو.


هغۀ په ټول ادوم کښې فوجى کېمپونه ولګول او د هغه ځائ خلق د هغۀ د اختيار لاندې راغلل. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله.


نو امصياه، تا ادوميانو له شکست ورکړے دے او مغروره شوے يې. خو په خپل شُهرت باندې ګزاره کوه او په کور کښې کښېنه. داسې بلا ولې راخبروې چې په تا او ستا په خلقو باندې تباهى راولى؟“


ابيشى چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ د مالګې په مېدان کښې ادوميانو له شکست ورکړو او د هغوئ نه يې اتلس زره کسان ووژل.


تا مونږ رد کړو او زمونږ دېوالونه دې راوغورزول اے خُدايه. مونږ ته په قهر شوے وې خو دوباره خپل مقام واپس راکړه.


د سلع نه د مُلک حکمران ته په کلنګ کښې ګډُورى ورولېږه. دا د صحرا په لاره د صيون لور غرۀ ته ورولېږه.


ستا خپل دهشت او کوم کبر چې ستا په زړۀ کښې وو تۀ دوکه کړې، تاسو څوک چې د ګټانو په درزونو کښې اوسېږئ، او د غرونو اوچتې څوکې ستا په قبضه کښې دى. کۀ څۀ هم چې تۀ د باز په شان په اوچتو ځايونو کښې خپلې جالې جوړې کړې نو د هلته نه به زۀ تا لاندې راکوز کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.


تۀ خپل غرور دوکه کړے يې، تۀ چې د غرونو په غارونو کښې اوسېږې، او په اوچتو ځايونو کښې خپل کور جوړوې، تۀ چې د خپل ځان سره وائې چې، ”څوک ما لاندې زمکې ته راوستلے شى؟“


دلعان، مصفاه، يقتى‌اېل،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan