Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 14:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 خو هغۀ د هغوئ بچى ونۀ وژل او په هغه څۀ يې عمل وکړو چې مالِک خُدائ د موسىٰ په شريعت کښې فرمائيلى وُو، ”مور او پلار دې د بچو د جرمونو په وجه نۀ شى وژلے او د مور پلار د جرمونو په وجه دې د هغوئ بچى نۀ شى وژلے، يو کس دې صِرف د خپل جرم په وجه ووژلے شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 14:6
5 Iomraidhean Croise  

خو هر سړے به د خپلې ګناه په وجه مړ کيږى، هر څوک چې تراوۀ انګور وخورى هم د هغۀ غاښونه به برېښيږى.“


کوم کس چې ګناه وکړى هم هغه کس به مړ شى. زوئ به د پلار په ګناه نۀ شى نيولے، او نۀ به پلار د زوئ په ګناه کښې نيولے شى. د صادق انسان صداقت به هغۀ ته په نېکۍ کښې حساب شى، او بدعمله ته به د بدعملۍ سزا مِلاو شى.


ځکه چې هر ژوندے ځان زما دے، پلار او د هغۀ زوئ دواړه يو شان زما دى. څوک چې ګناه وکړى هم هغه به مړ کيږى.


بيا د بادشاه په حکم، هغه سړى راوستلے شول چا چې په دانيال د بد نيت نه اِلزام لګولے وو او د زمرو په غار کښې يې د ښځو او بچو سره وروغورزول. د غار بېخ ته د رسېدو نه وړاندې زمرو په هغوئ حمله وکړه او هډُوکى يې ورله ټوټه ټوټه کړل.


د چا بچو چې جرمونه کړى وى نو د هغې په وجه دې د هغوئ مور پلار نۀ شى وژلے او د چا مور پلار چې جرمونه کړى وى نو د هغې په وجه دې د هغوئ بچى نۀ شى وژلے، هر څوک به صرف د خپلو جرمونو په وجه وژلے شى چې هغوئ په خپله کړى وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan