5 څنګه چې امصياه ته د بادشاهۍ ټول اختيار مِلاو شو، نو هغۀ هغه آفسران قتل کړل چې د هغۀ پلار يعنې بادشاه يې وژلے وو.
ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ کړے شى،
د اسور بادشاه تغلت فلاسر په اِسرائيل حمله وکړه او مناحم هغۀ له څلور دېرش زره کلو سپين زر د دې دپاره ورکړل چې د مناحم په هغه مُلک کښې د حکومت په مضبوطولو کښې يې ملګرتيا وکړى.
د يهوداه خلقو د امون قاتِلان ووژل او د هغۀ زوئ يوسياه يې د هغۀ په ځائ بادشاه جوړ کړو.
هغه مُلک مۀ پليتوئ چې چرته تاسو اوسېږئ، ځکه د وينې تويَول د هغه مُلک پليتول دى او چې په کومه زمکه باندې وينه توئ شى نو د هغې کفاره نۀ شى ادا کېدلے، زمکه د هغه کس د وينې تويَولو نه بغېر نۀ پاکيږى چا چې وينه توئ کړې وى.