Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 14:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغۀ هم هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو، خو د خپل پلار نيکۀ داؤد په شان نۀ وو، او هغه کارونه يې کول چې څۀ د هغۀ پلار يوآس کړى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 14:3
16 Iomraidhean Croise  

او چې سليمان بوډا شو نو هغوئ د هغۀ زړۀ پردو خُدايانو ته واړولو او هغه د خپل پلار داؤد په شان د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره وفادار پاتې نۀ شو.


آسا د خپل پلار نيکۀ داؤد په شان هم هغه څۀ کول چې مالِک خُدائ ورباندې رضا کېدو.


هغۀ د خپل پلار په شان هم هغه ګناهونه وکړل او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک وفادار نۀ وو، لکه څنګه چې د هغۀ نيکۀ داؤد وفادار وو.


سليمان د مالِک خُدائ سره مينه کوله او د خپل پلار داؤد په خبرو يې عمل کولو، خو هغۀ هم په علاقائى عبادتخانې کښې خوشبويۍ سوزولې او قربانۍ يې پېش کولې.


هغۀ ټول عُمر هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو، ځکه چې يهويدع اِمام هغۀ له دا مشوره ورکوله.


چې عُمر يې پينځويشت کاله وو او هغۀ په يروشلم کښې نهۀ‌ويشت کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور يهوعدان د يروشلم وه.


هغۀ علاقائى عبادتخانې راونۀ غورزولې او خلقو هلته بيا هم قربانۍ او سوزېدونکې خوشبوئى سوزوله.


د خپل پلار نيکۀ داؤد په مِثالونو يې عمل وکړو، هغۀ هغه کار کولو چې د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ وو.


يوسياه هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو، هغۀ د خپل پلار نيکۀ داؤد په مِثالونو عمل کولو او د دې نه يو خوا بل خوا نۀ اوړېدو.


خو چې کله يهويدع مړ شو، نو د يهوداه مشرانو يوآس بادشاه دې ته جوړ کړو چې هغوئ ته غوږ ونيسى.


ترڅو پورې چې يهويدع اِمام ژوندے وو نو يوآس هم هغه کار کولو چې مالِک خُدائ ورباندې خوشحالېدو.


اے مالِکه خُدايه، تۀ زما طاقت او زما قلعه يې، د مصيبت په وخت کښې زما پناه ګاه يې. د دُنيا د آخر سر نه به قومونه تا ته راشى او وائى به چې، ”زمونږ پلار نيکۀ سره هيڅ نۀ وو بلکې دروغژن معبودان، هغه بې‌کاره بُتان چې دوئ ته هيڅ قسمه ښېګړه نۀ شى ورکولے.


نو تاسو په دې پوهه يئ چې خُدائ پاک ستاسو په ځائ فديه ورکړه چې تاسو له د هغه بې‌فائدې ژوندون خلاصون درکړى کوم چې تاسو ته ستاسو د پلار نيکونو نه په ميراث کښې پاتې شوے وو. او کومه فديه چې هغۀ ورکړه نو هغه فانى سرۀ يا سپين زر نۀ وُو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan