16 يهوآس مړ شو او په سامريه کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يربعام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
کله چې تۀ مړ شې او د خپل پلار نيکۀ په اديره کښې ښخ شې، نو زۀ به ستا يو زوئ بادشاه جوړ کړم او د هغۀ بادشاهى به قائمه کړم.
کۀ تۀ داسې ونۀ کړې نو چې تۀ څنګه وفات شې نو ما سره او زما د زوئ سليمان سره به د مجرمانو په شان سلوک کيږى.“
نور هر څۀ چې يهوآس کړى وُو، سره د يهوداه بادشاه امصياه خِلاف په جنګ کښې د هغۀ بهادرى، هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
يهوآس مړ شو او د سامريه په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ بادشاه شو چې د هغۀ نوم هم يربعام وو.
هغه مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوآس د هغۀ نه پس بادشاه شو.
نور هر څۀ چې يهوآس کړى وُو سره د يهوداه بادشاه د امصياه خِلاف په جنګ کښې د هغۀ بهادرى، دا د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
د يهوداه بادشاه امصياه د اِسرائيل بادشاه يهوآس د مرګ نه پس پينځلس کاله ژوندے وو.
د يهوداه بادشاه د يوآس زوئ امصياه د بادشاهۍ په پينځلسم کال د يهوآس زوئ يربعام د اِسرائيل بادشاه شو او په سامريه باندې يې يو څلوېښت کاله بادشاهى وکړه.
نور هر څۀ چې دوېم يربعام کړى وُو، د هغۀ د بهادرۍ جنګونه او چې هغۀ دمشق او حمات څنګه اِسرائيل له واپس ورکړے وو، دا هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
دا نسبنامه د يهوداه بادشاه يوتام او د اِسرائيل بادشاه يربعام په وخت کښې ليکلے شوې وه.
مالِک خُدائ دا پېغام د بيرى په زوئ هوسيع باندې په هغه وخت کښې نازل کړو کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو او يربعام د يوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو.
د عاموس پېغام، چې د تقوع ښار يو شپون وو. دا هغه پېغام دے څۀ چې هغۀ د زلزلې نه دوه کاله مخکښې د اِسرائيل په حقله په رويا کښې وليدل، کله چې عُزياه د يهوداه بادشاه وو او يربعام د يهوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو.