12 د امصياه لښکر شکست وخوړو او د هغۀ ټول فوجيان خپلو کورونو ته وتښتېدل.
هغوئ د ابىسلوم لاش واخستلو او په ځنګل کښې يې په يوه ډُوبه کنده کښې وغورزولو او د کاڼو په يو ډېرى باندې يې پټ کړو. ټول بنى اِسرائيليان خپلو کورونو ته وتښتېدل.
د نمرپرېواتو په وخت کښې د اِسرائيل په لښکر کښې چغې جوړې شوې چې، ”تباه شُو، هر سړے دې خپل ځان کور ته ورسى.“
فلستيان سخت وجنګېدل او بنى اِسرائيلو له يې شکست ورکړو، چې هغوئ په منډه خپلو کورونو ته لاړل. دا يو لوئ قتلِ عام وو. او دېرش زره بنى اِسرائيلى فوجيان ووژلے شول.