11 خو امصياه ورته غوږ نۀ نيولو، نو يهوآس بادشاه د خپلو سړو سره روان شو او په يهوداه کښې يې د بيتشمس سره د هغۀ خِلاف جنګ وکړو.
نور هر څۀ چې يهوآس کړى وُو، سره د يهوداه بادشاه امصياه خِلاف په جنګ کښې د هغۀ بهادرى، هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
نو امصياه ورته ووئيل، ”د کله نه تۀ مونږ د بادشاه مشير مقرر کړے يې؟ خولۀ دې بنده کړه، ګنې ووبه دې وژنم.“ پېغمبر خبرې بندې کړې خو دا يې وفرمائيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک ستا د تباه کولو فېصله کړې ده دا ځکه چې تا دا هر څۀ وکړل او زما نصيحت ته دې پام نۀ دے کړے.“
خو امصياه ورته غوږ نۀ نيولو. خُدائ پاک غوښتل چې امصياه شکست وخورى، ځکه چې هغۀ د ادومى بُتانو عبادت کړے وو.
چرته چې دا د ادوم د غرونو مُلک طرف ته د بعله نمرپرېواتۀ طرف ته تاو وو، د يعريم يعنې کسلون غرۀ شمالى طرف ته، لاندې بيتشمس ته تلے وو او د تمنت نه تېر وو.
ارون، مجدلاېل، حُريم، بيتعنات او بيتشمس، دا نولس ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو.
عين، يُوطه او بيتشمس، چې د دې سره د څرن زمکې هم وې، نهۀ ښارونه د يهوداه او شمعون دواړو قبيلو نه ورته حواله کړے شوى وُو.
خو د عمون بادشاه، د اِفتاح د طرف نه دې پېغام ته هيڅ پام ونۀ کړو.