10 نو امصياه، تا ادوميانو له شکست ورکړے دے او مغروره شوے يې. خو په خپل شُهرت باندې ګزاره کوه او په کور کښې کښېنه. داسې بلا ولې راخبروې چې په تا او ستا په خلقو باندې تباهى راولى؟“
امصياه لس زره ادومى فوجيان د مالګې په مېدان کښې ووژل، هغۀ په يو جنګ کښې د سلع ښار قبضه کړو او په دې باندې يې يقتىاېل نوم کېښودو چې تر اوسه پورې يې هم دا نوم دے.
خو کله چې عُزياه بادشاه تکړه شو، نو هغه مغروره شو او په دې وجه هغه د تباهۍ طرف ته لاړو. هغۀ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره خيانت وکړو ځکه چې هغه په خپله د مالِک خُدائ کور ته لاړو او د خوشبويۍ په قربانګاه باندې يې خوشبوئى وسوزوله.
خو حزقياه ډېر زيات مغروره وو او د هغه څۀ شکريه يې ادا نۀ کړه چې مالِک خُدائ د هغۀ دپاره کړى وُو، نو په دې وجه د مالِک خُدائ غصه په هغۀ، په يهوداه او يروشلم نازله شوه.
خو نِکوه يوسياه له دا پېغام ولېږلو، ”د يهوداه بادشاه دا جنګ چې زۀ کوم د دې تعلق تا سره نشته. زۀ تا سره جنګ کولو دپاره نۀ يم راغلے، زۀ د خپلو دشمنانو سره د جنګ کولو دپاره راغلے يم او خُدائ پاک راته فرمائيلى دى چې تېز لاړ شه. خُدائ پاک زما مل دے، نو زما مخالفت مۀ کوه، ګنې هغه به تا تباه کړى.“
موسىٰ ورته وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، تۀ صِرف وخت مقرر کړه چې زۀ ستا، ستا درباريانو او ستا د خلقو دپاره سوال وکړم، چې تۀ او ستاسو کورونه د چيندخو نه خلاص شى او د نيل درياب نه بغېر به هيچرته هم پاتې نۀ شى.“
غصه ناک سړے صرف لانجه جوړوى، خو صبرناک سړے جنګونه سړوى.
غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.
د خراب بحث شروع داسې وى لکه چې د اوبو په بند کښې وړومبے سورے وشى، د دې نه مخکښې چې جنګ شروع نۀ شى نو دا زر ختم کړه.
د جنګ نه لرې کېدل انسان ته عزت ورکوى، خو هر کم عقل زر جنګ کوى.
نو هغه په عدالت کښې په تېزۍ سره مۀ وړاندې کوه، نو تۀ به په آخر کښې څۀ کوې کۀ چرې ستا ګاونډى تا ملامته کړى او بيا دې وشرموى؟
لکه څوک چې يو کوڅه ډب سپے د غوږونو نه راونيسى د هغه چا په شان دے چې د بل چا په بحث کښې ځان شامل کړى.
په يو کس باندې هيڅ بېهيڅه اِلزام مۀ لګوه ترڅو چې هغۀ تا ته نقصان نۀ وى درسولے.
په تجارت کښې د ډيرې پوهې په ذريعه تا خپل مال دولت زيات کړو، او د مال دولت په وجه ستا زړۀ ډېر مغروره شو.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ولې تۀ هم هغه نۀ يې د چا چې ما ډېر پخوا د خپلو خِدمتګارانو د بنى اِسرائيلو د پېغمبرانو په وسيله خبرې کړې وې؟ په هغه وخت کښې هغوئ تر ډېرو کالونو پورې پېشګوئې وکړه چې زۀ به تا د هغوئ خلاف راولم.“
”اے بنى آدمه، خپل مخ د ماجوج د مُلک د جوج خلاف کړه، د مسک او توبل د لوئ شهزاده، په خلاف پېشګوئې وکړه.
د فارس، ايتهوپيا او ليبيا خلق به تا سره شى، او دوئ سره به خپل ډالونه او جنګى ټوپۍ وى.
کله چې فوج تباه شى نو د جنوب بادشاه کښې به غرور راشى او هغه به په زرګونو خلق مړۀ کړى، خو هغه به د ډېر وخت پورې کامياب نۀ شى.
مغروره ته وګوره، هغوئ په خپل ځان يقين ساتى، او د هغوئ ژوند کوږ دے. څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.
په حقيقت کښې مال حال هغوئ دوکه کوى، هغوئ مغروره دى او هيڅکله هم په آرام نۀ وى. ځکه چې هغوئ دومره حرصناک دى څومره چې قبر وى او لکه د مرګ په شان هيڅکله هم نۀ مړيږى، هغوئ خپل ځان ته ټول قومونه راغونډوى او ټول خلق قبضه کوى.“
نو دا خبره يقينى کړئ چې تاسو مغروره نۀ شئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ چې هغۀ تاسو د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.
نو غريب ورور دې په خپله اوچته مرتبه فخر وکړى،
بلکې هغه په مونږ زيات فضل کوى، نو ځکه صحيفې دا فرمائى چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“
کله چې ابىمَلِک په برج باندې حمله کولو له راغلو، نو هغه دروازې ته ورَغلو چې په برج باندې اور بَل کړى.