9 هغه مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوآس د هغۀ نه پس بادشاه شو.
ټول بنى اِسرائيليان به په هغۀ ماتم وکړى او ښخ به يې کړى. صِرف دے به د يربعام د خاندان هغه کس وى چې په صحيح طريقه کفن دفن شوے وى، ځکه چې صِرف د هغۀ نه مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک رضا دے.
هغه مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوآخز د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
د يهوداه بادشاه يوآس د بادشاهۍ په اووۀ دېرشم کال، د يهوآخز زوئ يهوآس د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې شپاړس کاله حکومت وکړو.
يهوآس مړ شو او د سامريه په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ بادشاه شو چې د هغۀ نوم هم يربعام وو.
يهوآخز چې نور هر څۀ هم کړى وُو سره د هغۀ د ټولو بهادرۍ کارونو، هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
بيا امصياه د اِسرائيل بادشاه يهوآس له پېغام وړُونکى ولېږل او ورته يې ووئيل چې جنګ ته راوړاندې شه.