Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 13:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 د يهوآخز سره صرف پنځوس په آسونو سوارۀ کسان، او لس جنګى ګاډۍ او لس زره پياده فوجيان پاتې وُو، ځکه چې د شام بادشاه د هغوئ نه علاوه نور ټول لښکر تباه کړى وُو او سم غوبل يې ورباندې کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 13:7
17 Iomraidhean Croise  

ما هغوئ مېده کړل او هغوئ د خاورې په شان شول، د کوڅې د خاورې په شان ما په هغوئ پښه راښکله.


نو بادشاه زلمى فوجيان راوغوښتل چې هغوئ د ضِلعو د حکمرانانو د مشرۍ لاندې وُو، دا ټول دوه سوه او دوه دېرش وُو. بيا هغۀ د اِسرائيل لښکر راوغوښتلو چې ټول اووۀ زره سړى وُو.


اِسرائيليان راغونډ کړے شول او د جنګ سامان يې راواخستلو، هغوئ روان شول او شاميانو ته مخامخ يې خېمې ولګولې. اِسرائيليان د شاميانو په مقابله کښې د چېلو د دوو وړو رَمو په شان ښکارېدل خو د شاميانو نه ګېرچاپېره مُلک ډک وو.


په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د اِسرائيل د علاقې کمول شروع کړل. د شام بادشاه حِزائيل د اِسرائيل ټوله علاقه فتح کړه


يهوآخز چې نور هر څۀ هم کړى وُو سره د هغۀ د ټولو بهادرۍ کارونو، هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.


حِزائيل ترې نه تپوس وکړو، ”زما صاحِبه ولې ژاړې؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”ما ته د هغه بدو پته ده چې تۀ به يې د اِسرائيليانو سره کوې، تۀ به د هغوئ قلعې وسوزوې، د هغوئ زلمى به په تُوره ووژنې، د هغوئ بچى به ټوټې ټوټې کړې او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وشلوې.“


زۀ هغوئ مېده کوم لکه د طوفان دوړې، زۀ يې جارُو کوم لکه د کوڅو خاورې.


نو اوس راشئ او زمونږ د مالِک د اسور بادشاه سره يوه سودا وکړئ، زۀ به تاسو له دوه زره آسونه درکړم خو کۀ تاسو د دې دپاره دومره سړى پېدا کړل چې په دې باندې سورلى وکړى.


هغه څوک وو چا چې فتح کوونکے د نمرخاتۀ نه راوستلو، او چې چرته هم تلو نو هغۀ له به يې فتح ورکوله؟ هغۀ له به په قومونو او بادشاهانو چا فتح ورکوله؟ د هغۀ تُورې به هغوئ داسې وهل لکه چې خاوره وى. د هغۀ غشو به هغوئ د بوسو په شان خوارۀ وارۀ کړل.


په زرګونو زرګونو خلق د عدالت په وادۍ کښې دى. ځکه چې د عدالت په وادۍ کښې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده.


زۀ به ستاسو نه مخ واړوم، نو تاسو به شکست وخورئ او هغه خلق چې ستاسو نه نفرت کوى هغوئ به په تاسو حکومت وکړى، تاسو به دومره يرېږئ چې څوک درپسې نۀ وى بيا به هم منډې وهئ.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د دمشق خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. هغوئ زما خلق په جِلعاد کښې وهلى دى داسې لکه په تريشر چې غله دانه ټکولے شى.


”ما په تاسو وباګانې راوستلې څنګه مې چې په مِصريانو رالېږلې وې. ما ستاسو زلمى په تُوره ووژل، او ستاسو ټول آسونه مې بوتلل. ما ستاسو په لښکر ګاه کښې ستاسو پوزې د مړو د بوئ نه ډکې کړې. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.


سموئيل د جِلجال نه روان شو او په خپله مخه لاړو. پاتې خلق په ساؤل پسې لاړل چې د فوجيانو سره شامل شى، هغوئ د جِلجال نه د بنيامين په علاقه کښې جبعې ته لاړل. ساؤل د خپل لښکر معائنه وکړه چې تقريباً شپږ سوه سړى پاتې وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan