Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 13:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو يهوآخز مالِک خُدائ ته سوال وکړو نو مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو، ځکه چې مالِک خُدائ ته پته وه چې د شام بادشاه د اِسرائيل سره څومره سخت ظلم کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 13:4
22 Iomraidhean Croise  

چې کله خُدائ پاک د هلک ژړا واورېده، نو د خُدائ پاک فرښتې د آسمان نه هاجِرې ته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”هاجِرې، تۀ ولې پرېشانه يې؟ يرېږه مه. خُدائ پاک ستا د زوئ ژړا اورېدلې ده.


کۀ زما د پلار خُدائ پاک، کوم چې د اِبراهيم او اِسحاق خُدائ پاک دے، زما مل نۀ وے، نو تا به زۀ مخکښې خالى لاسونه لېږلے وے. خو خُدائ پاک زما تکليف او کوم خِدمت چې ما کړے دے هغه ليدلے دے او ځکه خُدائ پاک تېره شپه تۀ ملامته کړې.“


د يهوآخز په ټوله بادشاهۍ کښې د شام بادشاه حِزائيل به په اِسرائيلو زياتے کولو،


خو مالِک خُدائ په هغوئ مهربان او رحم کوونکے وو. او هغوئ يې دې ته نۀ پرېښودل چې تباه شى، خو د هغه لوظ په وجه يې د هغوئ مدد کولو، چې کوم يې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړے وو. هغۀ هيڅکله خپل خلق نۀ هېرول.


مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سخت تکليف وليدو، او داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې د هغوئ مدد يې کړے وے.


د بادشاه دُعا او د خُدائ پاک د دُعا قبلول او د هغۀ د توبې نه مخکښې د هغه ګناهونو حِساب کِتاب چې هغۀ کړى وُو، هغه بد عملونه چې هغۀ کړى وُو، علاقائى عبادتخانې او د اشيرې بُت کومې نښې چې هغۀ جوړې کړې وې او هغه بُتان چې هغۀ يې عبادت کولو، دا هر څۀ د پېغمبرانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.


نو مونږ روژه ونيوله او خُدائ پاک ته مو سوال وکړو چې زمونږ حِفاظت وکړى او هغۀ زمونږ سوال قبول کړو.


نو تاسو به هغۀ ته سوال وکړئ او هغه به ستاسو سوال قبول کړى، او تاسو به خپل قسمونه پوره کړئ.


په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“


خو کله چې خُدائ پاک د هغوئ نه ځينې هلاک کړل، نو آخر يې هم د خُدائ پاک لټون شروع کړو. هغوئ توبه وويستله او د زړۀ نه د خُدائ خواهشمند شول.


بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے چې هغوئ د ظالمانو مشرانو نه خلاص شى. ما ته د هغوئ د ټولو تکليفونو پته ده،


ګوره، ما د خپلو خلقو ژړا اورېدلې ده او زۀ دا هم ګورم چې مِصريان په دوئ ظلم کوى.


اے مالِکه خُدايه، چې هغوئ په مصيبت کښې ګېر شول نو ستا تلاش يې شروع کړو او ستا د تنبيه لاندې يې دُعا شروع کړه.


هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.


دوئ د لرګى نه جوړ شوى بُت ته وائى چې تۀ زما پلار يې، او د کاڼى نه جوړ شوى بُت ته وائى چې تۀ زما مور يې. دوئ ټولو ما ته د مخ په ځائ شا کړې ده، خو چې کله هم څۀ تکليف ورباندې راشى نو بيا ما ته خواست کوى چې راشه او مونږ ته خلاصون راکړه.


د مدد دپاره ما ته ووايه او زۀ به جواب درکړم او زۀ به تا ته هغه لوئ او پټ رازونه او خبرې څرګندې کړم چې تۀ پرې نۀ پوهېږې.


خلق موسىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ دا ګناه کړې ده چې د مالِک خُدائ او ستا خِلاف مو خبرې کړې دى. نو مالِک خُدائ ته سوال وکړه چې دا ماران لرې کړى.“ نو موسىٰ د خلقو دپاره دُعا وکړه.


نو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او وې وئيل، ”مونږ ستا خِلاف ګناه کړې ده، ځکه چې مونږ تۀ، زمونږ خپل خُدائ پاک پرېښودې او د بعل د بُتانو عبادت مو وکړو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan