25 بيا د اِسرائيل بادشاه يهوآس بِنحدد له درې ځله شکست ورکړو او هغه ښارونه يې بيا قبضه کړل چې د يهوآخز د بادشاهۍ په دوران کښې بِنحدد نيولى وُو، يهوآخز د يهوآس پلار وو.
اووۀ ورځې شاميان او اِسرائيليان په خپلو خېمو کښې يو بل ته مخامخ ايسار وُو. په اوومه ورځ باندې هغوئ جنګ شروع کړو او بنى اِسرائيلو يو لاک شاميان ووژل.
په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د اِسرائيل د علاقې کمول شروع کړل. د شام بادشاه حِزائيل د اِسرائيل ټوله علاقه فتح کړه
د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون سيند په غاړه په جنوب کښې د عروعير ښار پورې، په دې کښې د جِلعاد او بسن علاقې هم شاملې وې، چرته چې د جاد، روبين او نمرخاتۀ طرف ته منسى قبيلې اوسېدې.
کله چې د شام بادشاه حِزائيل مړ شو نو د هغۀ زوئ بِنحدد بادشاه شو.
نو مالِک خُدائ اِسرائيل ته غصه شو او هغۀ د شام بادشاه حِزائيل او د هغۀ زوئ بِنحدد پرېښودل چې اِسرائيل له بار بار شکست ورکړى.
نو مالِک خُدائ اِسرائيلو له يو خلاصونکے راولېږلو، چې هغوئ يې د شاميانو نه آزاد کړل، نو اِسرائيلو د مخکښې په شان په امن کښې ژوند تېرولو.
هغۀ هغه ټوله علاقه فتح کړه کومه چې مخکښې د اِسرائيل وه چې په شمال کښې د حمات درې نه واخله په جنوب کښې د مړ درياب پورې وه. مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د خپل خِدمت کوونکى د امتى زوئ يُونس په ذريعه د هغې وعده کړې وه، څوک چې د جاتحِفر وو.