Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 13:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 يو وخت د يو سړى په جنازه کښې، ډاکوان وليدلے شو او دې خلقو د اليشع په قبر باندې مړے وروغورزولو او وتښتېدل. نو چې څنګه لاش د اليشع د هډوکى سره ولګېدو، نو هغه کس راژوندے شو او ودرېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 13:21
11 Iomraidhean Croise  

د يهوآخز په ټوله بادشاهۍ کښې د شام بادشاه حِزائيل به په اِسرائيلو زياتے کولو،


اليشع پاڅېدو، په کوټه کښې وګرځېدو او واپس لاړو او په هلک باندې څملاستو. هلک اووۀ ځل انټوشى وکړو او بيا يې سترګې وغړولې.


خو زمونږ کوم خلق چې مړۀ شوى دى نو هغه بيا راژوندى شى. د هغوئ مړۀ جسمونه به بيا راژوندى شى. کوم چې په قبرونو کښې پراتۀ دى نو هغه به راپاڅى او د خوشحالۍ سندرې به وائى. لکه څنګه چې د پرخې څاڅکى زمکه تازه کوى، نو داسې به مالِک خُدائ هغه خلق بيا راژوندى کړى کوم چې پخواه مړۀ شوى دى.


نو مړ سړے بهر راووتو، د هغۀ لاس او پښې د کتان په کفن کښې تړلے شوى وُو او مخ يې په ټوکى کښې انغښتے شوے وو. عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دۀ نه کفن لرې کړئ او پرې يې ږدئ چې ځى.“


زۀ تاسو ته رښتيا وايم، يو وخت داسې راروان دے بلکې راغلے دے چې مړى به د خُدائ پاک د زوئ آواز اورى او چې څوک يې واورى هغه به راژوندى شى.


تر دې چې خلقو به خپل رومالونه او پېش بندونه د پولوس د بدن سره لګول او هغه به يې په بيمارانو راښکل نو هغوئ به د رنځونو نه رغېدل او پيريان به د هغوئ نه تښتېدل.


هم دغه شان خلقو بيماران په کټونو او درو باندې واچول او بهر کوڅو ته يې راوويستل په دې نيت چې کله پطروس په دې لاره تېريږى چې د هغۀ سورے په هغوئ پرېوځى.


خو د درې نيمو ورځو نه پس خُدائ پاک په هغوئ کښې د ژوند ورکولو روح واچولو او هغوئ په خپلو پښو ودرېدل او چا چې دا وليدل، هغوئ ټول يرېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan