2 هغۀ د يربعام بادشاه په شان د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو، هغۀ هيڅکله خپل بد عملونه نۀ پرېښودل.
مالِک خُدائ به اِسرائيل ځکه پرېږدى چې يربعام ګناه کړې ده او اِسرائيل يې د ګناه طرف ته بوتلى دى.“
خو هغۀ د يربعام بادشاه ګناه بنده نۀ کړه، چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو چې هغوئ د سرو زرو د هغه سخى عبادت وکړو چې هغۀ په بيتايل او دان کښې لګولے وو.
د يهوداه بادشاه اخزياه زوئ يوآس د بادشاهۍ په درويشتم کال، د ياهُو زوئ يهوآخز د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې اوولس کاله بادشاهى وکړه.
هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او يربعام د نباط زوئ د بدو لارو نه نۀ اوړېدو، چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو.
خو هغوئ بيا هم هغه ګناهونه پرې نۀ ښودل چې يربعام بادشاه اِسرائيليان هغې طرف ته بوتلى وُو او د اشيرې بُت ستنه په سامريه کښې پاتې شوه.
خو يورام د نباط زوئ يربعام په شان ګناه کوله. يورام اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلل او دا ګناه يې نۀ پرېښودله.
په اِسرائيل به ظلم وشى او زما د فېصلې لاندې به چخڼى شى، ځکه چې هغۀ به په شوق د بېکاره بُتانو عبادت کولو.