Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 13:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 په دې باندې اليشع غصه شو او بادشاه ته يې وفرمائيل، ”تا له په کار وُو چې پينځۀ شپږ ځلې دې وهلے، نو تا به په شاميانو باندې پوره فتح موندلے وے، خو اوس به تۀ هغوئ له صِرف درې ځل شکست ورکړې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 13:19
13 Iomraidhean Croise  

بيا اليشع بادشاه ته وفرمائيل چې، ”نور غشى واخله او د دې سره زمکه ووهه.“ نو بادشاه درې ځلې زمکه ووهله او بيا يې بس کړل.


بيا د اِسرائيل بادشاه يهوآس بِن‌حدد له درې ځله شکست ورکړو او هغه ښارونه يې بيا قبضه کړل چې د يهوآخز د بادشاهۍ په دوران کښې بِن‌حدد نيولى وُو، يهوآخز د يهوآس پلار وو.


اليشع هغې ته وفرمائيل، ”په راتلونکى کال کښې هم په دې وخت کښې به تا په خپل غېږ کښې يو زوئ نيولے وى.“ هغې ووئيل، ”صاحِبه، ما ته دروغ مۀ وايه. تۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يې.“


ښوروا هغه سړو ته واچولے شوه چې وې خورى، خو چې څنګه يې دا وڅَکله نو هغوئ اليشع ته وفرمائيل، ”اے د خُدائ پاک خِدمتګاره. په دې لوښى کښې خو زهر دى.“ او هغوئ دا نۀ شوه خوړلے.


چې د اليشع نوکر جيحازى د خپل ځان سره ووئيل، ”زما نېک نعمان هم داسې پرېښودو او يو څيز يې هم ترې نه وانۀ خستلو. هغه شامى چې څۀ راوړى وُو نو دۀ له په کار وُو چې هغه يې ترې نه اخستے وے. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې زۀ به په هغۀ پسې ورمنډه کړم او څۀ نه څۀ به ترې نه واخلم.“


خو اليشع د اِسرائيل بادشاه له خبردارے ورولېږلو چې هغه ځائ ته ورنزدې نۀ شى، ځکه چې شاميان هلته د حملې دپاره پټ وُو.


لعنت دې په هغه کسانو وى څوک چې د مالِک خُدائ په کار کښې غفلت کوى، او خپله تُوره د وينو توېدو نه بچ ساتى.


موسىٰ د ګناه نذرانې د چېلى په حقله تپوس وکړو او خبر شو چې هغه خو سوزولے شوے دے. په دې باندې هغه اِلى‌عزر او اِتمر ته په قهر شو او پوښتنه يې وکړه چې،


موسىٰ ډېر غصه شو او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل، ”د دوئ نذرانې مۀ قبلوه. ما دوئ يو له هم څۀ تکليف نۀ دے ورکړے، او ما د دوئ نه چرته يو خر هم نۀ دے بوتلے.“


خو کله چې عيسىٰ دا وليدل نو خفه شو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده.


د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو.


هغۀ هلته معجزې ښکاره نۀ کړې بغېر د دې نه چې خپل لاسونه يې په يو څو بيمارانو راښکل او هغوئ يې روغ کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan