18 بيا اليشع بادشاه ته وفرمائيل چې، ”نور غشى واخله او د دې سره زمکه ووهه.“ نو بادشاه درې ځلې زمکه ووهله او بيا يې بس کړل.
نو د پېغمبر په خبرو يې عمل وکړو، بادشاه هغه کړکۍ کولاو کړه چې د شام طرف ته وه. اليشع ورته وفرمائيل، ”غشے ووله.“ څنګه چې بادشاه غشے وويشتو، نو پېغمبر وفرمائيل، ”تۀ د مالِک خُدائ غشے يې، په کوم باندې چې به شام فتح کړى. تۀ به په افيق کښې د شاميانو سره تر هغې پورې جنګ کوې چې شکست ورکړې.“
په دې باندې اليشع غصه شو او بادشاه ته يې وفرمائيل، ”تا له په کار وُو چې پينځۀ شپږ ځلې دې وهلے، نو تا به په شاميانو باندې پوره فتح موندلے وے، خو اوس به تۀ هغوئ له صِرف درې ځل شکست ورکړې.“
بيا د اِسرائيل بادشاه يهوآس بِنحدد له درې ځله شکست ورکړو او هغه ښارونه يې بيا قبضه کړل چې د يهوآخز د بادشاهۍ په دوران کښې بِنحدد نيولى وُو، يهوآخز د يهوآس پلار وو.
کله چې هغوئ ټول لوښى ډک کړل، نو هغې ترې نه تپوس وکړو چې نور شته. نو يو زوئ ورته ووئيل، ”نور نشته.“ نو د تېلو بهېدل بند شول.
تر کومې پورې چې موسىٰ لاسونه پورته نيولى وُو، اِسرائيليان په ګټه کښې وُو، خو چې کله هغۀ لاسونه لاندې کړل، نو عماليقيان په ګټه کښې شول.