Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 13:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 نو د پېغمبر په خبرو يې عمل وکړو، بادشاه هغه کړکۍ کولاو کړه چې د شام طرف ته وه. اليشع ورته وفرمائيل، ”غشے ووله.“ څنګه چې بادشاه غشے وويشتو، نو پېغمبر وفرمائيل، ”تۀ د مالِک خُدائ غشے يې، په کوم باندې چې به شام فتح کړى. تۀ به په افيق کښې د شاميانو سره تر هغې پورې جنګ کوې چې شکست ورکړې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 13:17
14 Iomraidhean Croise  

کله چې تۀ د تُوت د ونو په سرونو د تګ آواز واورې، نو بيا حمله وکړه، زۀ به ستاسو نه مخکښې روان يم د دې دپاره چې د فلستيانو لښکر له شکست ورکړم.“


په ورپسې سپرلى کښې هغۀ خپل سړى راوغوښتل او د هغوئ سره افيق ښار ته روان شو چې په اِسرائيل حمله وکړى.


اووۀ ورځې شاميان او اِسرائيليان په خپلو خېمو کښې يو بل ته مخامخ ايسار وُو. په اوومه ورځ باندې هغوئ جنګ شروع کړو او بنى اِسرائيلو يو لاک شاميان ووژل.


او اليشع هغۀ ته وفرمائيل چې، ”د غشو ويشتلو دپاره تيار شه.“ نو بادشاه هم هغه شان وکړل او اليشع خپل لاسونه د بادشاه په لاسونو کېښودل.


بيا اليشع بادشاه ته وفرمائيل چې، ”نور غشى واخله او د دې سره زمکه ووهه.“ نو بادشاه درې ځلې زمکه ووهله او بيا يې بس کړل.


خپل ځان سره دا امسا يوسه، چې د دې سره به تۀ معجزې څرګندې کړې.“


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”دا ستا په لاس کښې څۀ دى؟“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”دا امسا ده.“


ځکه چې د سولۍ پېغام د هلاکېدونکو په نزد خو بې‌وقوفى ده خو مونږ دپاره چا چې خلاصون حاصل کړے دے دا د خُدائ پاک قدرت دے.


ټول بنى اِسرائيليان د سموئيل د خبرو نه خبر شول. نو فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ دپاره راغونډ شول او بنى اِسرائيليان هم د هغوئ سره جنګېدو دپاره راووتل. بنى اِسرائيلو په اِبن‌عزر کښې او فلستيانو په افيق کښې خپلې خېمې ولګولې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan