13 يهوآس مړ شو او د سامريه په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ بادشاه شو چې د هغۀ نوم هم يربعام وو.
کله چې تۀ مړ شې او د خپل پلار نيکۀ په اديره کښې ښخ شې، نو زۀ به ستا يو زوئ بادشاه جوړ کړم او د هغۀ بادشاهى به قائمه کړم.
کۀ تۀ داسې ونۀ کړې نو چې تۀ څنګه وفات شې نو ما سره او زما د زوئ سليمان سره به د مجرمانو په شان سلوک کيږى.“
او يربعام ته يې ووئيل، ”لس ټوټې د ځان دپاره واخله، ځکه مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا ته وائى چې زۀ د سليمان نه بادشاهى اخلم او تا له به لس قبيلې درکوم.
نو داؤد وفات شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو.
نور هر څۀ چې يهوآس کړى وُو، سره د يهوداه بادشاه امصياه خِلاف په جنګ کښې د هغۀ بهادرى، هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
اليشع پېغمبر په يوه سخته بيمارۍ بيمار شو او چې هغه مړ کېدو نو د اِسرائيل بادشاه يهوآس مِلاوېدو له ورَغلو او د هغۀ د حالت په ليدو باندې يې ژړل. هغۀ چغې وهلې، ”زما پلاره، زما پلاره. تۀ د اِسرائيلو تکړه حِفاظت کوونکے وې.“
هغه مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوآس د هغۀ نه پس بادشاه شو.
نور هر څۀ چې يهوآس کړى وُو سره د يهوداه بادشاه د امصياه خِلاف په جنګ کښې د هغۀ بهادرى، دا د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
د يهوداه بادشاه د يوآس زوئ امصياه د بادشاهۍ په پينځلسم کال د يهوآس زوئ يربعام د اِسرائيل بادشاه شو او په سامريه باندې يې يو څلوېښت کاله بادشاهى وکړه.
نو هغه لوظ پوره شو چې کوم مالِک خُدائ د ياهُو سره کړے وو چې، ”ستا زامن به تر څلورم نسل پورې د اِسرائيل په تخت کښېنى.“ نو هم داسې وشول.
مالِک خُدائ دا پېغام د بيرى په زوئ هوسيع باندې په هغه وخت کښې نازل کړو کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو او يربعام د يوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو.