10 د يهوداه بادشاه يوآس د بادشاهۍ په اووۀ دېرشم کال، د يهوآخز زوئ يهوآس د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې شپاړس کاله حکومت وکړو.
مالِک خُدائ ياهُو ته وفرمائيل، ”تا د اخىاب په اولاد باندې هم هغه څۀ وکړل چې ما درته فرمائيلى وُو. نو زۀ تا سره لوظ کوم چې ستا اولاد به تر څلورم نسل پورې د اِسرائيل بادشاهان وى.“
د اِسرائيل د بادشاه ياهُو د بادشاهۍ په اوؤم کال، يوآس د يهوداه بادشاه شو او هغۀ څلوېښت کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور ضِبياه د بيرسبع وه.
د يهوداه بادشاه اخزياه زوئ يوآس د بادشاهۍ په درويشتم کال، د ياهُو زوئ يهوآخز د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې اوولس کاله بادشاهى وکړه.
هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او يربعام د نباط زوئ د بدو لارو نه نۀ اوړېدو، چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو.
هغه مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوآس د هغۀ نه پس بادشاه شو.
د اِسرائيل بادشاه د يهوآخز زوئ يهوآس د بادشاهۍ په دوېم کال، د يوآس زوئ امصياه د يهوداه بادشاه شو
د يهوداه بادشاه امصياه د اِسرائيل بادشاه يهوآس د مرګ نه پس پينځلس کاله ژوندے وو.
نو هغه لوظ پوره شو چې کوم مالِک خُدائ د ياهُو سره کړے وو چې، ”ستا زامن به تر څلورم نسل پورې د اِسرائيل په تخت کښېنى.“ نو هم داسې وشول.