1 د يهوداه بادشاه اخزياه زوئ يوآس د بادشاهۍ په درويشتم کال، د ياهُو زوئ يهوآخز د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې اوولس کاله بادشاهى وکړه.
مالِک خُدائ ياهُو ته وفرمائيل، ”تا د اخىاب په اولاد باندې هم هغه څۀ وکړل چې ما درته فرمائيلى وُو. نو زۀ تا سره لوظ کوم چې ستا اولاد به تر څلورم نسل پورې د اِسرائيل بادشاهان وى.“
يوآس د اوو کالو په عُمر کښې د يهوداه بادشاه شو.
خو په اوؤم کال يهويدع اِمام د شاهى څوکيدارانو او د محل څوکيدارانو مشران آفسران راوغوښتل او د مالِک خُدائ کور ته يې راوستل، چې هلته يې د هغوئ نه دا قسم واخستلو چې د هغۀ په منصوبه به عمل کوى. نو بيا هغۀ ورته د اخزياه بادشاه زوئ يوآس وښودلو
د اِسرائيل د بادشاه ياهُو د بادشاهۍ په اوؤم کال، يوآس د يهوداه بادشاه شو او هغۀ څلوېښت کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور ضِبياه د بيرسبع وه.
د يهوداه بادشاه يوآس د بادشاهۍ په اووۀ دېرشم کال، د يهوآخز زوئ يهوآس د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې شپاړس کاله حکومت وکړو.
هغۀ د يربعام بادشاه په شان د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو، هغۀ هيڅکله خپل بد عملونه نۀ پرېښودل.
نو هغه لوظ پوره شو چې کوم مالِک خُدائ د ياهُو سره کړے وو چې، ”ستا زامن به تر څلورم نسل پورې د اِسرائيل په تخت کښېنى.“ نو هم داسې وشول.
چې عُمر يې دوويشت کاله وو او هغۀ يو کال په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ د مور عتلياه نوم وو، چې د اخىاب بادشاه لور او د اِسرائيل بادشاه عُمرى نمسۍ وه.