Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 12:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 اِمامان دې ته راضى شول چې هغوئ به د خلقو نه نورې پېسې نۀ راغونډوى خو د مالِک خُدائ کور مرمت کولو ته يې هم غاړه ونۀ نيوله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 12:8
4 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ يهويدع او نور اِمامان راوغوښتل او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو د مالِک خُدائ کور ولې نۀ دے مرمت کړے؟ تاسو به نورې پېسې نۀ اخلئ. د نن نه پس به دا صرف د مالِک خُدائ د کور په مرمت کښې استعمالولے شى.“


بيا يهويدع يو صندوق واخستلو، د دې په سر کښې يې سورے وکړو او صندوق يې د قربان‌ګاه ښى طرف ته کېښودو، چې د مالِک خُدائ کور ته د ننوتو ځائ سره وو. خلقو چې کومه چنده ورکوله نو د ننوتو په ځائ کښې مقرر شوى اِمام به هغه ټوله په صندوق کښې اچوله.


”مشر اِمام خِلقياه له لاړ شه او د هغه پېسو پته ولګوه چې د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو په دروازه کښې خادمانو د خلقو نه راغونډې کړې دى.


بادشاه ليويانو له حُکم ورکړو چې د چندې دپاره يو صندوق جوړ کړى او د مالِک خُدائ د کور په دروازه کښې يې کېږدى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan