Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 12:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 هر يو اِمام به پېسې اخلى او د ضرورت په مطابق به يې د مالِک خُدائ د کور په مرمت کښې استعمالوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 12:5
14 Iomraidhean Croise  

دا د هغۀ د بغاوت قيصه ده. سليمان د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته بره ختلى پټى جوړول او د ښار دېوالونه يې مرمت کول.


ګِلکارانو او د کاڼو جوړوونکو له ورکولې، هغه لرګى او کاڼى به يې پرې اخستل چې په مرمت کښې استعمالېدل او نور ټول ضرورى څيزونه به يې پرې اخستل.


يوآس اِمامان راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې هغه پېسې بچت کوئ چې د مالِک خُدائ په کور کښې د مقدسو نذرانو، د هرې ورځې قربانۍ او د رضاکارانه نذرانو دپاره ورکولے شى.


خو د يوآس د بادشاهۍ په درويشتم کال پورې هم اِمامانو د مالِک خُدائ په کور کښې څۀ مرمت نۀ وو کړے.


”مشر اِمام خِلقياه له لاړ شه او د هغه پېسو پته ولګوه چې د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو په دروازه کښې خادمانو د خلقو نه راغونډې کړې دى.


بيا د ډلو مشرانو، د قبيلو آفسرانو، د فوج مشرانو، د شاهى جائيداد اِنتظام کوونکو د مالِک خُدائ د کور د کار دپاره دا څيزونه ورکړل: د يو سل او اويا ټنو نه زيات سرۀ زر، د درېو سوو او دېرشو ټنو نه زيات سپين زر او تقريباً شپږ سوه او شل ټنه زېړ او د درېو زرو او څلورو سوو ټنو نه زياته اوسپنه.


خلقو د زړۀ د اخلاصه څيزونه ورکول او هغوئ په دې خوشحاله وُو چې څومره زيات يې ورکړى دى. داؤد بادشاه هم ډېر زيات خوشحاله وو.


هغۀ اِمامانو او ليويانو له حُکم ورکړو چې د يهوداه ښارونو ته لاړ شى او د ټولو خلقو نه دومره پېسې راغونډې کړى چې د مالِک خُدائ په کور کښې کلنے مرمت ورباندې وکړى. هغۀ ورته ووئيل چې دا کار سمدستى وکړئ، خو ليويانو دا کار سمدستى ونۀ کړو،


د عتلياه يعنې د هغه بدکارې ښځې منونکو د مالِک خُدائ د کور نه د ډېر وخت نه غلا کوله او ټول مقدس څيزونه يې هم د بعل په عبادت کښې استعمالول.


هر يو کس چې په دې مردم‌شمارۍ کښې شامليږى نو هغه به خامخا د منلے شوى معيار په مطابق هغه مقرر شوے قيمت ورکوى. هر يو کس به دا مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه ورکوى.


او ستاسو هغه پخوانى کنډرات به دوباره آباد کړے شى. تاسو به تېرو نسلونو بنيادونه بيا آباد کړئ. او بيا به تاسو دېوالونه دوباره جوړولو والا، او لارې کوڅې دوباره آبادولو والا يادېږئ.“


”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې د يو خاص منښتې په پوره کېدو کښې يو کس مالِک خُدائ ته وقف کيږى، نو هغه به د دې قيمت په ورکولو سره آزاد کړے شى،


هر يو وړومبے پېدا شوے ماشوم يا ځناور چې اِسرائيليان يې ما ته پېش کوى هغه به ستاسو وى. خو تاسو به خامخا هر وړومبے پېدا شوے ماشوم واپس اخلئ او هر وړومبے پېدا شوے ځناور به هم واپس اخلئ کوم چې ناپاک وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan