Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 12:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 د يهوداه بادشاه يوآس هغه ټولې نذرانې واخستلې چې د هغۀ پلار نيکۀ يهوسفط، يهورام او اخزياه مالِک خُدائ ته وقف کړې وې او د دې سره يې خپلې نذرانې او د مالِک خُدائ کور او د محل د خزانو ټول سرۀ زر يې هم ورسره يو ځائ کړل او دا هر څۀ يې حِزائيل بادشاه له په تُحفه کښې ولېږل، نو خزائيل بادشاه بيا خپل فوج د يروشلم نه واپس بوتلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 12:18
11 Iomraidhean Croise  

هغۀ د مالِک خُدائ د کور او د محل ټولې خزانې يوړلې سره د سرو زرو هغه ډالونو چې سليمان جوړ کړى وُو.


نو آسا بادشاه هغه ټول سپين زر او سرۀ زر يوړل چې د مالِک خُدائ په کور او محل په خزانو کښې پاتې وُو او دا يې د خپلو آفسرانو په ذريعه د دې پېغام سره دمشق ته د شام بادشاه بِن‌حدد له ولېږل چې هغه د حزيون نمسے او طاب‌رمون زوئ وو،


يوآس بادشاه چې نور هر څۀ هم کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.


يوآس اِمامان راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې هغه پېسې بچت کوئ چې د مالِک خُدائ په کور کښې د مقدسو نذرانو، د هرې ورځې قربانۍ او د رضاکارانه نذرانو دپاره ورکولے شى.


هغۀ سپين زر، سرۀ زر او د مالِک خُدائ د کور ټول سامان او د محل ټولې خزانې يې واخستلې او واپس يې سامريه ته يوړې. هغۀ د ځان سره قېديان هم بوتلل.


احاز د مالِک خُدائ د کور او د محل د خزانې نه سرۀ زر او سپين زر هم واخستل او بادشاه له يې د محصُول په توګه ولېږل.


حِزائيل ترې نه تپوس وکړو، ”زما صاحِبه ولې ژاړې؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”ما ته د هغه بدو پته ده چې تۀ به يې د اِسرائيليانو سره کوې، تۀ به د هغوئ قلعې وسوزوې، د هغوئ زلمى به په تُوره ووژنې، د هغوئ بچى به ټوټې ټوټې کړې او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وشلوې.“


نو آسا د محل او د مالِک خُدائ د کور د خزانې نه سرۀ زر او سپين زر واخستل او د دې پېغام سره يې د شام بادشاه بِن‌حدد له دمشق ته ولېږل،


خو چې کله يهويدع مړ شو، نو د يهوداه مشرانو يوآس بادشاه دې ته جوړ کړو چې هغوئ ته غوږ ونيسى.


ځکه چې تاسو زما سپين زر او سرۀ زر واخستل او زما قيمتى خزانې مو خپلو مندرونو ته يوړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan