16 خو د ګناه د تاوان د نذرانو او د ګناه د نذرانو دپاره ورکړے شوې پېسې د مالِک خُدائ په کور کښې نۀ استعمالېدې، دا د اِمامانو وې.
ما دا سړى د ګودامونو مشران مقرر کړل: شلمياه، چې يو اِمام وو، صدوق، چې د شريعت يو عالِم وو، او فداياه ليوے. د متنياه نمسے او د زکور زوئ حنان د هغوئ مددګار وو. دا اعتبارى کسان وُو، او د هغوئ دا ذمه وارى وه چې په ليويانو باندې د سامان په تقسيمولو کښې د ايماندارۍ نه کار واخلى.
هغوئ زما د خلقو د ګناه نذرانې خورى، هغوئ په دې لالچ کښې وى چې خلق ډېر ګناهونه وکړى.
هغه به خپل لاس د چېلى په سر کېږدى او د قربانګاه هغه طرف ته به يې حلال کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې ځناور حلالولے شى. دا د ګناه د لرې کولو نذرانه ده.
هغه به خپل لاس د دې په سر کېږدى او د قربانګاه په هغه طرف به يې حلاله کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى.
د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې دواړو دپاره يو شان اصُول دى، غوښه د هغه اِمام ده چې کفاره ادا کوى.
کومې خاص برخې چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى هغه زۀ په راتلونکى ټولو وختونو کښې تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم، دا يو نۀ ماتېدونکے لوظ دے چې ما تا او ستا اولاد سره وکړو.“