Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 12:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 چې کله به هم په صندوق کښې ډېرې پېسې جمع شوې، نو شاهى منشى او مشر اِمام به راتلل، هغه پېسې به يې وشمېرلې چې د مالِک خُدائ کور ته به راوړلے شوې وې او په کڅوړو کښې به يې واچولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 12:10
11 Iomraidhean Croise  

سِوا د دربار منشى وو، صدوق او ابياتار اِمامان وُو،


د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شراياه د عدالت منشى وو،


بيا به هغوئ دا پېسې هغه سړو له ورکولې چې د مالِک خُدائ په کور کښې د کار ذمه وار وُو او هغوئ به ترې نه ترکاڼانو، مِعمارانو،


هغۀ د محل مشر آفسر اِلياقيم، د دربار منشى شبناه، او مشران اِمامان، د آموص زوئ يشعياه پېغمبر له ولېږل، دې ټولو د ټاټ جامې اغوستې وې.


او خِلقياه اِمام، د سافن زوئ اخيقام، د ميکاياه زوئ عکبور، د دربار منشى سافن او د بادشاه نوکر عساياه له يې دا حُکم ورکړو،


بيا يوسياه مشر اِمام خِلقياه له، د هغۀ لاندې اِمامانو او د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو د دروازې خادمانو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ د کور هغه ټول څيزونه وباسى چې د بعل، د اشيرې بُت او د ستورو په عبادت کښې استعمال شوى وى. بادشاه دا ټول څيزونه د قِدرون د وادۍ په پټو کښې د ښار نه بهر وسوزول او د دې ايرې يې بيت‌ايل ته يوړې.


نعمان ورته ووئيل، ”صاحِبه، د سپينو زرو شپږ زره سيکې واخله.“ هغۀ ورته بيا بيا وئيل، او هغۀ سپين زر په دوو بوجو کښې وتړل او خپلو دوو نوکرانو له يې دوه جوړه ښې جامې ورکړې او د جيحازى نه مخکښې يې ولېږل.


د قورې زوئ او د ابى‌آسف نمسے سلوم، سره د خپلو خلقو چې د قورح ډله وه د مالِک خُدائ د حضور د خېمې د ننوتلو ځائ حِفاظت ذمه وار وُو، لکه څنګه چې مخکښې د هغوئ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ د اوسېدو د ځائ د حِفاظت ذمه وار وُو.


ليويانو به هره ورځ هغه صندوق شاهى آفسر له وړلو کوم آفسر چې د دې ذمه وار وو. کله به هم چې دا ډک وو، نو شاهى منشى او د مشر اِمام کس به پېسې راويستلې او صندوق به يې واپس خپل ځائ ته وړلو. نو داسې هغوئ ډېرې پسې راغونډې کړې.


خلقو د کاڼو ګِلکارانو او ترکاڼانو د مزدورۍ دپاره پېسې ورکولې او خوراک، څښاک او د زيتُونو تېل يې د صور او صيدا خلقو له لېږل او د دې څيزونو په بدل کښې د لبنان د غرونو نه د دِيار لرګى د يافا ښار ته د سمندر په ذريعه راوړلے کېدل. دا هر څۀ د فارس د بادشاه خورس په اجازت سره کېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan