9 آفسرانو د يهويدع په خبرو عمل وکړو او هغوئ هغه سړى ورله راوستل چې د سبت په ورځ په چُټۍ تلل او چې کوم څوکيدارۍ له راتلل.
د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو او د داؤد زامن اِمامان وُو.
خو په اوؤم کال يهويدع اِمام د شاهى څوکيدارانو او د محل څوکيدارانو مشران آفسران راوغوښتل او د مالِک خُدائ کور ته يې راوستل، چې هلته يې د هغوئ نه دا قسم واخستلو چې د هغۀ په منصوبه به عمل کوى. نو بيا هغۀ ورته د اخزياه بادشاه زوئ يوآس وښودلو
سلوميت او د هغۀ خپلوان د هغه خزانو مشران وُو په کومو کښې چې هغه تُحفې پرَتى وې چې هغه داؤد بادشاه، د کورَنو مشرانو او وړو او غټو فوجى آفسرانو مالِک خُدائ ته وقف کړې وې.
ليويانو او د يهوداه خلقو د يهويدع په اصُولو باندې عمل وکړو. کوم څوکيداران چې د سبت په ورځ د کار نه چُهټى کېدل، نو هغوئ ته دا اجازت نۀ وو چې کور ته لاړ شى نو داسې د هر فوجى مشر سره خپل څوکيداران موجود وُو يعنې هغه څوکيداران چې د کار نه يې چهټى کوله او هغه کسان چې کار له راتلل.