8 تاسو به د يوآس بادشاه نه ګېرچاپېره ولاړ يئ او تُورې به مو راويستلې وى او چې چرته هم ځى نو ورسره ځئ. هر څوک چې تاسو له نزدې راځى نو هغه دې وژلے شى.“
يهويدع نۀ غوښتل چې عتلياه د مالِک خُدائ د کور سره ووژنى، نو هغۀ فوجى آفسرانو له حُکم ورکړو، ”هغه د څوکيدارانو د صفونو په مينځ کښې وباسئ او هغه هر يو کس ووژنئ چې د هغې د بچ کولو کوشش وکړى.“
هغه دواړه ډلې چې د سبت په ورځ يې چُټى وى نو هغه به د مالِک خُدائ په کور د بادشاه د څوکيدارۍ دپاره ودريږى.
ليويان به د بادشاه نه ګېرچاپېره د حِفاظت دپاره ولاړ وى، چې خپلې تُورې يې راويستلې وى او چې بادشاه چرته هم ځى نو هلته به ورسره ځى. نور هر څوک چې د مالِک خُدائ کور ته د ننوتلو کوشش وکړى نو هغه دې ووژلے شى.“
خو کۀ يو کس غصه شى او قصداً بل څوک قتل کړى، نو هغه به خامخا وژلے شى، تر دې پورې کۀ هغه زما قربانګاه ته هم د پناه دپاره تښتېدلے وى.
”مالِکه خُدايه، تۀ خُدائ پاک يې، هر څيز له ساه ورکوونکے يې، زۀ دا سوال کوم چې يو داسې سړے مقرر کړه چې د دې قوم لار ښودنه کوى
او په جنګ کښې يې مشرى کوى، نو ستا قوم به د داسې ګډو په شان نۀ وى چې شپون يې نۀ وى.“