Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 11:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 هغه دواړه ډلې چې د سبت په ورځ يې چُټى وى نو هغه به د مالِک خُدائ په کور د بادشاه د څوکيدارۍ دپاره ودريږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 11:7
5 Iomraidhean Croise  

او هغوئ له يې دا حُکم ورکړو، ”کله چې تاسو د سبت په ورځ خپل کار له راشئ، نو ستاسو درېمه حِصه کسان به د محل څوکيدارى کوى،


بله درېمه حِصه به د صور په دروازه کښې د څوکيدارۍ دپاره ودريږى او بله درېمه حِصه به د نورو څوکيدارانو وروستو د دروازې سره د څوکيدارۍ دپاره ودريږى.


تاسو به د يوآس بادشاه نه ګېرچاپېره ولاړ يئ او تُورې به مو راويستلې وى او چې چرته هم ځى نو ورسره ځئ. هر څوک چې تاسو له نزدې راځى نو هغه دې وژلے شى.“


د هغوئ هغه خپلوان کوم چې په کلو کښې اوسېدل نو هغوئ به وخت په وخت راتلل او د هغوئ سره به يې اووۀ ورځې خِدمت کولو.


ياد ساتئ چې صرف اِمامان او ليويان به د مالِک خُدائ کور ته ننوځى د چا چې د خِدمت نمبر وى. هغوئ ځکه ننوتلے شى چې هغوئ پاک کړے شوى دى، خو باقى نور خلق به خامخا د مالِک خُدائ اصُول منى او بهر دې پاتې شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan