6 بله درېمه حِصه به د صور په دروازه کښې د څوکيدارۍ دپاره ودريږى او بله درېمه حِصه به د نورو څوکيدارانو وروستو د دروازې سره د څوکيدارۍ دپاره ودريږى.
او بيا هغۀ، آفسرانو، شاهى څوکيدارانو او د محل څوکيدارانو بادشاه د مالِک خُدائ د کور نه محل ته بوتلو، چې ټول خلق ورپسې روان وُو. يوآس د څوکيدارانو په دروازه ننوتلو او په تخت باندې په خپل ځائ کښېناستو.
او هغوئ له يې دا حُکم ورکړو، ”کله چې تاسو د سبت په ورځ خپل کار له راشئ، نو ستاسو درېمه حِصه کسان به د محل څوکيدارى کوى،
هغه دواړه ډلې چې د سبت په ورځ يې چُټى وى نو هغه به د مالِک خُدائ په کور د بادشاه د څوکيدارۍ دپاره ودريږى.