Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 11:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 خو په اوؤم کال يهويدع اِمام د شاهى څوکيدارانو او د محل څوکيدارانو مشران آفسران راوغوښتل او د مالِک خُدائ کور ته يې راوستل، چې هلته يې د هغوئ نه دا قسم واخستلو چې د هغۀ په منصوبه به عمل کوى. نو بيا هغۀ ورته د اخزياه بادشاه زوئ يوآس وښودلو

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 11:4
24 Iomraidhean Croise  

بيا يوسف د خپلو خلقو نه قسم واخستلو، هغۀ وفرمائيل، ”زما سره دا وعده وکړئ چې کله تاسو خُدائ پاک هغه مُلک ته بوځى، نو تاسو به زما هډُوکى د ځان سره وړئ.“


يوآب د اِسرائيلو د لښکر مشر وو، د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو،


د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو او د داؤد زامن اِمامان وُو.


د دې په ځائ رحُبعام بادشاه د زېړو ډالونه جوړ کړل او د هغه آفسرانو په حواله يې کړل کوم چې د محل د دروازو څوکيداران وُو.


زۀ د ژوندى مالِک خُدائ، ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې بادشاه په تا پسې د دُنيا ټول مُلکونه لټولى دى. کله هم چې د يو مُلک بادشاه ووئيل چې الياس زما په مُلک کښې نشته، نو اخى‌اب به هغه بادشاه ته وئيل چې قسم وخورى چې الياس دلته نشته دے.


يهويدع اِمام د يوآس بادشاه او د خلقو نه د مالِک خُدائ په نوم يو لوظ واخستلو چې هغوئ به د مالِک خُدائ تابعدار اوسى، هغۀ د بادشاه او د خلقو په مينځ کښې هم يو لوظ وکړو.


او بيا هغۀ، آفسرانو، شاهى څوکيدارانو او د محل څوکيدارانو بادشاه د مالِک خُدائ د کور نه محل ته بوتلو، چې ټول خلق ورپسې روان وُو. يوآس د څوکيدارانو په دروازه ننوتلو او په تخت باندې په خپل ځائ کښېناستو.


شپږ کاله يهوسبع د هلک خيال ساتلو او د مالِک خُدائ په کور کښې يې پټ کړے وو، چې په دې دوران کښې عتلياه مَلِکه وه.


آفسرانو د يهويدع په خبرو عمل وکړو او هغوئ هغه سړى ورله راوستل چې د سبت په ورځ په چُټۍ تلل او چې کوم څوکيدارۍ له راتلل.


نو هغۀ يهويدع او نور اِمامان راوغوښتل او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو د مالِک خُدائ کور ولې نۀ دے مرمت کړے؟ تاسو به نورې پېسې نۀ اخلئ. د نن نه پس به دا صرف د مالِک خُدائ د کور په مرمت کښې استعمالولے شى.“


هغه د شاهى ستنې سره ودرېدو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه به د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منى او چې د هغه لوظ په مطالبو به عمل کوى، څنګه چې په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. او ټولو خلقو دا لوظ ومنلو.


کوم اِمامان چې د ډلو مشران وُو هغه ټول يو زر اووۀ سوه او شپېتۀ وُو. هغوئ د خُدائ پاک د کور د خِدمت د کار دپاره ښۀ تکړه سړى وُو.


هغوئ يو لوظ وکړو چې هغوئ به د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ د خُدائ پاک عبادت کوى.


اوس ما دا فېصله کړې ده چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک سره يو لوظ وکړم، نو هغه به نور مونږ ته غصه نۀ وى.


مونږ د خپلو مشرانو سره په يو قسم کولو کښې شريک شُو او ومو وئيل چې مونږ کۀ قسم مات کړو نو په مونږ دې لعنت وى او دا چې مونږ به د خُدائ پاک د قانون په مطابق خپل ژوند تېروو، هم هغه قانون کوم چې خُدائ پاک د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه راکړے وو، چې مونږ به هغه هر څۀ منو چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې حُکم راکوى، او چې مونږ به د هغۀ ټول قانون او اصُول منو.


مشرانو ورته ووئيل، ”تا چې څۀ ووئيل مونږ به هغه هم دغه شان وکړُو. مونږ به جائيدادونه واپس کړُو او د قرض د راغونډولو کوشش به نۀ کوُو.“ نو ما اِمامان راوغوښتل او د هغوئ په مخکښې مې د مشرانو نه دا قسم واخستلو چې هغوئ اوس اوس کومه وعده وکړه نو هغه به پوره کوى.


”چې دا هر څۀ شوى دى نو مونږ بنى اِسرائيليان دا پخه ليکلې معاهده کوُو او زمونږ مشران، ليويان او زمونږ اِمامان به په دې باندې خپل مهرونه ولګوى.“


چې کله د خُدائ د کور آفسر او مشرانو اِمامانو دا واورېدل نو هغوئ په دې حقله حېران شول او هغوئ په دې سوچ کولو چې د دې نه پس به څۀ کيږى.


په دې د خُدائ د کور آفسر د سپاهيانو سره ورغلو او رسولان يې واپس راوستل. هغوئ زور استعمال نۀ کړو، ځکه هغوئ د دې نه يرېدل چې خلق به دوئ سنګسار کړى.


نو په هغه ورځ يشوَع د خلقو سره يو لوظ وکړو او هلته په شِکم کښې هغۀ ورته قانون او اصُول وښودل.


يونتن داؤد له د دوستۍ پوخ لاس ورکړو ځکه چې د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه لرله.


هغوئ دواړو د يو بل سره د مالِک خُدائ په نوم باندې تړون وکړو. داؤد په حورِش کښې ايسار شو او يونتن خپل کور ته لاړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan