3 شپږ کاله يهوسبع د هلک خيال ساتلو او د مالِک خُدائ په کور کښې يې پټ کړے وو، چې په دې دوران کښې عتلياه مَلِکه وه.
صِرف د اخزياه زوئ يوآس وتښتېدو. هغه هم د نورو سره وژلے کېدو، خو يهوسبع هغه بچ کړو، يهوسبع د يهورام لور او د اخزياه ناسکه خور وه. هغې يوآس او د هغۀ دايڼه د مالِک خُدائ په کور کښې د خوب کوټې ته بوتلل او د عتلياه نه يې پټ کړو، نو هغه ونۀ وژلے شو.
خو په اوؤم کال يهويدع اِمام د شاهى څوکيدارانو او د محل څوکيدارانو مشران آفسران راوغوښتل او د مالِک خُدائ کور ته يې راوستل، چې هلته يې د هغوئ نه دا قسم واخستلو چې د هغۀ په منصوبه به عمل کوى. نو بيا هغۀ ورته د اخزياه بادشاه زوئ يوآس وښودلو
تر شپږو کالو پورې هغه هلته پټ وو کله چې عتلياه د مَلِکه په توګه بادشاهى کوله.
خو په هر ځائ کښې ګرځيږى بدکاران ټول بدۍ ته په ښۀ سترګه ګورى انسانان.
او د هغې نه د هغۀ يو زوئ وشو. هغې وليدل چې دا ښۀ ښکلے ماشوم وو، نو هغې دا درې مياشتې پټ وساتلو.
نو اوس مونږ مغروره خلقو ته بختور وايو. يقيناً چې بدعمله خلق ترقى کوى، او تر دې چې هغوئ څوک چې د خُدائ پاک مقابله کوى سزا نۀ ګورى.“
هغه په عفره کښې د خپل پلار کور ته لاړو او هلته يې د يو کاڼى دپاسه خپل اويا وروڼه ووژل، چې د جدعون زامن وُو. خو د جدعون کشرے زوئ يوتام پټ شو او ونۀ وژلے شو.