Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 11:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 صِرف د اخزياه زوئ يوآس وتښتېدو. هغه هم د نورو سره وژلے کېدو، خو يهوسبع هغه بچ کړو، يهوسبع د يهورام لور او د اخزياه ناسکه خور وه. هغې يوآس او د هغۀ دايڼه د مالِک خُدائ په کور کښې د خوب کوټې ته بوتلل او د عتلياه نه يې پټ کړو، نو هغه ونۀ وژلے شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 11:2
24 Iomraidhean Croise  

خو حدد او د هغۀ د پلار څۀ ادوميان نوکران مِصر ته تښتېدلى وُو. (په هغه وخت کښې حدد ماشوم وو.)


هغۀ د کور په درې طرفونو باندې کوټې جوړې کړې، چې د کور د دېوالونو سره د دِيار په تيرونو باندې مِلاو وې. هره يوه کوټه دوه نيمه ګزه اوچته وه.


د لاندينى منزل دروازه د مالِک خُدائ د کور جنوبى طرف ته وه، چې دوېم او درېم چت ته يې پوړۍ ختلې وې.


يوآس د اوو کالو په عُمر کښې د يهوداه بادشاه شو.


شپږ کاله يهوسبع د هلک خيال ساتلو او د مالِک خُدائ په کور کښې يې پټ کړے وو، چې په دې دوران کښې عتلياه مَلِکه وه.


د اِسرائيل د بادشاه ياهُو د بادشاهۍ په اوؤم کال، يوآس د يهوداه بادشاه شو او هغۀ څلوېښت کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور ضِبياه د بيرسبع وه.


د اِسرائيل د بادشاه د اخى‌اب زوئ يورام د بادشاهۍ په پينځم کال، د يهوسفط زوئ يهورام د يهوداه بادشاه شو


خو مالِک خُدائ نۀ غوښتل چې يهوداه تباه کړى، ځکه چې هغۀ د خپل خِدمت کوونکى داؤد سره لوظ کړے وو چې د هغۀ د اولاد ځلېدونکې بادشاهى به د همېشه دپاره وى.


يهورام، اخزياه، يوآس،


د اخزياه يوه ناسکه خور يهوسبع وه، د هغې وادۀ د يهويدع اِمام سره شوے وو. هغې په پټه باندې د اخزياه يو زوئ يوآس بچ کړو، هغه يې د هغه نورو شهزادګانو نه يوړو کوم چې قتل کېدونکے وو او هغه او د هغۀ خِدمتګاره يې پټ کړل او د اودۀ کېدو په يوه کوټه کښې د هغوئ خيال ساتلو. نو داسې يهوسبع د هغۀ د پټ ساتلو په وجه باندې هغه د عتلياه د لاسه د مرګ نه بچ کړو.


د نيل درياب به د بې‌شمېره چيندخو نه ډک وى. دا به ستا محل، ستا د څملاستو کوټې او کټ ته، ستا د درباريانو او د خلقو کورونو ته او ستاسو تنورونو او د اوړو ښانکونو ته به هم دروخېژى.


هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.


زۀ به د خپل ځان او خپل خِدمت کوونکى داؤد د خاطره د دې ښار دِفاع او حِفاظت کوم، او دا به بچ کوم.“


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، د داؤد په اولاد کښې به همېشه يو کس د بنى اِسرائيلو په تخت ناست وى.


نو بيا به هغه وخت زما لوظ زما د خِدمتګار داؤد سره او زما لوظ د ليويانو سره چې زما اِمامان دى او زما په حضور کښې خِدمت کوى به هم ماتېدے شى، نو بيا به د داؤد اولاد کښې نور څوک نۀ وى چې د هغۀ په تخت بادشاهى وکړى.


نو بيا به زۀ د يعقوب او د خپل خِدمتګار داؤد اولاد نامنظور کړم، او نۀ به د يعقوب او د داؤد د اولاد نه څوک خوښ کړم چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب په اولاد حکومت وکړى. ځکه چې زۀ به هغوئ د غلامۍ نه واپس راولم او په هغوئ به رحم وکړم.“


”د ريکاب خاندان ته لاړ شه او هغوئ ته دعوت ورکړه چې د مالِک خُدائ کور ته راشى نو بيا هغوئ هلته يوې کوټې ته بوځه او د څښلو دپاره ورله مے ورکړه.“


نو بيا د دې په ځائ بادشاه يرحمئيل شهزاده او ورسره سراياه د عزرائيل زوئ او شلمياه د عبدائيل زوئ ته حکم وکړو چې باروک منشى او يرمياه نبى ګرفتار کړى. خو مالِک خُدائ هغوئ پټ کړل.


هغه سړى ما ته ووئيل، د کومې کوټې چې د جنوب طرف ته يې مخه ده د هغه اِمامانو دپاره ده څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې مشران دى.


هغه په عفره کښې د خپل پلار کور ته لاړو او هلته يې د يو کاڼى دپاسه خپل اويا وروڼه ووژل، چې د جدعون زامن وُو. خو د جدعون کشرے زوئ يوتام پټ شو او ونۀ وژلے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan