دوېم بادشاهان 11:18 - Pakistani Yousafzai Pashto18 بيا خلق د بعل عبادتخانې ته لاړل او راوې غورزوله، هغوئ قربانګاه او بُتان ټوټې ټوټې کړل او د بعل اِمام متان يې د قربانګاه په مخکښې ووژلو. يهويدع د مالِک خُدائ په کور باندې څوکيداران ودرول، Faic an caibideil |
خو هغه د خوبونو تعبير ورکوونکى يا پېغمبران ووژنئ چې تاسو ته وائى چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت وکړئ، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ. داسې خلق تاسو د هغه لارې نه اړوى په کومه باندې چې مالِک خُدائ تاسو له د تلو حُکم درکړے دے. هغوئ دې خامخا ووژلے شى، چې خپل ځانونه د دې بد عمل نه خلاص کړئ.