Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 11:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 يهويدع اِمام د يوآس بادشاه او د خلقو نه د مالِک خُدائ په نوم يو لوظ واخستلو چې هغوئ به د مالِک خُدائ تابعدار اوسى، هغۀ د بادشاه او د خلقو په مينځ کښې هم يو لوظ وکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 11:17
19 Iomraidhean Croise  

نو د بنى اِسرائيل ټول مشران په حبرون کښې داؤد بادشاه له راغلل. داؤد د هغوئ سره لوظ وکړو، هغوئ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړو، نو هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو.


هغه د شاهى ستنې سره ولاړ وو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ قانون او حُکمونه به منى او هغه مطالبې به پوره کوى کومې چې د دې لوظ سره تړلې دى، هم هغه شان چې څنګه په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى.


نو په هغه ورځ يشوَع د خلقو سره يو لوظ وکړو او هلته په شِکم کښې هغۀ ورته قانون او اصُول وښودل.


نو چې اوس مونږ د خپل خُدائ پاک سره دا لوظ وکړُو چې مونږ به دا ښځې طلاقې کړُو او سره د ماشومانو به يې وشړُو. مونږ به هم هغه شان وکړُو چې څنګه تۀ او هغه نور کسان مشوره راکړئ چې کوم د خُدائ پاک د حُکمونو درناوے کوى. چې د خُدائ پاک قانون څۀ مطالبه کوى نو مونږ به هم هغه شان کوُو.


اوس ما دا فېصله کړې ده چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک سره يو لوظ وکړم، نو هغه به نور مونږ ته غصه نۀ وى.


سموئيل خلقو ته د بادشاه حقُونه او ذمه وارۍ بيان کړې او بيا يې په يو کِتاب کښې وليکلې او کِتاب يې د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو. بيا هغۀ ټول خلق کورونو ته ولېږل.


خو هغوئ زمونږ د اُميد نه زياته ورکړه وکړه، بلکې خپل زړونه يې اول مالِک ته او بيا يې د خُدائ پاک په مرضۍ مونږ ته وسپارل.


”چې دا هر څۀ شوى دى نو مونږ بنى اِسرائيليان دا پخه ليکلې معاهده کوُو او زمونږ مشران، ليويان او زمونږ اِمامان به په دې باندې خپل مهرونه ولګوى.“


يهويدع اِمام يوآس بادشاه او خلق د ځان سره کړل چې د هغۀ سره يو لوظ وکړى چې هغوئ به د مالِک خُدائ وفادار اوسى.


نو د بنى اِسرائيلو ټول مشران په حبرون کښې داؤد له راغلل. هغۀ د مالِک خُدائ په مخکښې د هغوئ سره يو لوظ وکړو. هغوئ د مقررولو دپاره په هغۀ باندې تېل واچول او هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د سموئيل په ذريعه وعده کړې وه.


خو په اوؤم کال يهويدع اِمام د شاهى څوکيدارانو او د محل څوکيدارانو مشران آفسران راوغوښتل او د مالِک خُدائ کور ته يې راوستل، چې هلته يې د هغوئ نه دا قسم واخستلو چې د هغۀ په منصوبه به عمل کوى. نو بيا هغۀ ورته د اخزياه بادشاه زوئ يوآس وښودلو


هغه د شاهى ستنې سره ودرېدو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه به د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منى او چې د هغه لوظ په مطالبو به عمل کوى، څنګه چې په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. او ټولو خلقو دا لوظ ومنلو.


د مالِک خُدائ دا پېغام يرمياه ته ورکړے شو پس د دې نه چې صدقياه بادشاه او د يروشلم ټولو خلقو د غلامانو د آزادولو دپاره لوظ وکړو


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan