Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 11:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 يهويدع نۀ غوښتل چې عتلياه د مالِک خُدائ د کور سره ووژنى، نو هغۀ فوجى آفسرانو له حُکم ورکړو، ”هغه د څوکيدارانو د صفونو په مينځ کښې وباسئ او هغه هر يو کس ووژنئ چې د هغې د بچ کولو کوشش وکړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 11:15
10 Iomraidhean Croise  

هلته هغې هغه نوے بادشاه وليدو چې د رِواج په مطابق د ستنې سره د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو. آفسران او بيګل غږوونکى د هغۀ نه ګېرچاپېره تاو وُو او ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې. عتلياه د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغې يې ووهلې، ”غدار، غدار.“


هغوئ هغه ونيوله، محل ته يې بوتله او هلته يې د آسونو د دروازې سره ووژله.


خو په اوؤم کال يهويدع اِمام د شاهى څوکيدارانو او د محل څوکيدارانو مشران آفسران راوغوښتل او د مالِک خُدائ کور ته يې راوستل، چې هلته يې د هغوئ نه دا قسم واخستلو چې د هغۀ په منصوبه به عمل کوى. نو بيا هغۀ ورته د اخزياه بادشاه زوئ يوآس وښودلو


يهويدع دا نۀ غوښتل چې عتلياه دې د مالِک خُدائ په کور کښې ووژلے شى، نو هغۀ خپل فوجى آفسران راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”هغه د څوکيدارانو د قطارونو په مينځ کښې وباسئ او هر څوک چې د هغې د بچ کولو کوشش کوى نو هغه ووژنئ.“


يهويدع آفسرانو له هغه نېزې او ډالونه ورکړل کوم چې د داؤد بادشاه وُو او چې د مالِک خُدائ په کور کښې ساتلے شوى وُو.


خو کۀ يو کس غصه شى او قصداً بل څوک قتل کړى، نو هغه به خامخا وژلے شى، تر دې پورې کۀ هغه زما قربان‌ګاه ته هم د پناه دپاره تښتېدلے وى.


”نو بيا اے بنى آدمه، نبوت وکړه او خپل لاسونه وپړقوه او زما تُوره به دوه ځله بلکې درې ځله ووهى. دا تُوره د تباهۍ دپاره ده او دا تُوره د لوئ قتل و غارت دپاره ده چې د هرې خوا نه به هغوئ راګېر کړى.


نو بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”زما کور پليت او زما دربار د مړو د لاشونو نه ډک کړئ. ځئ لاړ شئ.“ نو هغوئ بهر لاړل او په ټول ښار کښې يې په مرګ شروع وکړه.


ټول ښار ناقلاره شو او خلق د هر طرف نه په منډه راغلل. هغوئ پولوس ونيولو او د خُدائ د کور نه يې بهر راښکو او سمدستى دروازې بندې شوې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan