Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 11:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 هلته هغې هغه نوے بادشاه وليدو چې د رِواج په مطابق د ستنې سره د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو. آفسران او بيګل غږوونکى د هغۀ نه ګېرچاپېره تاو وُو او ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې. عتلياه د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغې يې ووهلې، ”غدار، غدار.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 11:14
17 Iomraidhean Croise  

چې کله روبين واپس کوهى ته راغلو او وې ليدل چې يوسف هلته نۀ وو، نو هغۀ د خفګان په وجه خپلې جامې وشلولې.


د هغۀ وروڼو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې، خرونه يې بار کړل او ښار ته واپس شول.


هغه نن تلے دے او د غوَيانو، ګډو او د څربو سخو قربانى يې پېش کړې ده. هغۀ ستا ټولو زامنو، ستا د لښکر مشر يوآب او ابياتار اِمام له دعوت ورکړے دے او وګوره هغوئ د هغۀ سره په روټۍ کښې شريک دى او چغې وهى چې ادونياه بادشاه زنده‌باد.


يهويدع نۀ غوښتل چې عتلياه د مالِک خُدائ د کور سره ووژنى، نو هغۀ فوجى آفسرانو له حُکم ورکړو، ”هغه د څوکيدارانو د صفونو په مينځ کښې وباسئ او هغه هر يو کس ووژنئ چې د هغې د بچ کولو کوشش وکړى.“


هغه د شاهى ستنې سره ودرېدو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه به د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منى او چې د هغه لوظ په مطالبو به عمل کوى، څنګه چې په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. او ټولو خلقو دا لوظ ومنلو.


نو سمدستى د ياهُو ملګرو آفسرانو خپلې چُوغې د پوړۍ دپاسه خورې کړې چې ياهُو ورباندې ودريږى، بيګلې يې وغږولې او چغه يې کړه، ”ياهُو بادشاه دے.“


يورام چغه کړه، ”اخزياه، دا سازش دے.“ نو هغۀ سمدستى خپله جنګى ګاډۍ راتاو کړه او هغه روان شو چې وتښتى.


د شمالى قبيلو د يساکار، زبولون او نفتالى پورې خلق د خرونو، اوښانو، قچرو او غوَيو سره راتلل چې په خوراک، اوړو، اينځرو، کشمشو، ميو او د زيتُونو تېلو باندې بار وُو. هغوئ څاروى او ګډې هم راوستل چې حلالې يې کړى او وې خورى. دا هر څۀ د هغه خوشحالۍ اظهار وو چې په ټول مُلک کښې محسوسېدله.


هغه د شاهى ستنې سره ولاړ وو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ قانون او حُکمونه به منى او هغه مطالبې به پوره کوى کومې چې د دې لوظ سره تړلې دى، هم هغه شان چې څنګه په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى.


کله چې صادقان حکومت کوى، نو خلق خوشحالى کوى، خو هر کله چې بدکاره حکومت کوى، نو خلق فرياد کوى.


اوس څۀ وخت چې هغه د زيتُونو د غرۀ نه مخ په کوزېدو وو نو ټولو ملګرو او مريدانو يې په هغه ټولو عجيبه معجزو چې هغوئ ليدلى وې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan