Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 11:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 څنګه چې د اخزياه مور عتلياه د خپل زوئ د قتل نه خبر شوه، نو هغې ووئيل چې د شاهى خاندان ټول کسان دې ووژلے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 11:1
17 Iomraidhean Croise  

کۀ څوک بل کس قتلوى، زۀ به ورسره حِساب کوم. کۀ يو ځناور بنى آدم ووژنى نو سزا به يې مرګ وى.


ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ کړے شى،


کۀ تۀ خپل ژوند او خپل زوئ سليمان بچ کول غواړې نو زۀ به يوه مشوره درکړم.


تا ته د هغه ټولو بدو عملونو ډېره ښۀ پته ده چې تا زما پلار داؤد سره کړى دى. مالِک خُدائ به د دې په بدل کښې سزا درکړى.


ياهُو په سامريه کښې اتۀويشت کاله بادشاهى وکړه.


چې کله د ياهُو خط راورسېدو، نو د سامريه مشرانو د اخى‌اب هغه اويا واړه زامن ووژل، د هغوئ سرونه يې په ټوکرو کښې واچول او په يزرعيل کښې يې ياهُو له ولېږل.


د اِسرائيل د بادشاه ياهُو د بادشاهۍ په اوؤم کال، يوآس د يهوداه بادشاه شو او هغۀ څلوېښت کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور ضِبياه د بيرسبع وه.


خو د هغه کال په اوومه مياشت، د شاهى خاندان اليسمع نمسے او د نتنياه زوئ اِسمٰعيل د لسو کسانو سره مصفاه ته لاړو، په جدلياه يې حمله وکړه او وې وژلو. د هغۀ سره چې کوم يهوديان او بابليان وُو هغه يې هم ووژل.


چې عُمر يې دوويشت کاله وو او هغۀ يو کال په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ د مور عتلياه نوم وو، چې د اخى‌اب بادشاه لور او د اِسرائيل بادشاه عُمرى نمسۍ وه.


اخزياه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغه په خپله جنګى ګاډۍ کښې د بيت‌هګان ښار طرف ته وتښتېدو او ياهُو ورپسې وو. ياهُو خپلو سړو له حُکم ورکړو، ”دے هم ووژنئ.“ او چې کله هغۀ د ابليعام ښار سره نزدې جور ته خپله جنګى ګاډۍ روانه کړې وه نو هغه يې زخمى کړو، خو تر هغې پورې روان وو چې د مِجدو ښار ته ورسېدو او هلته مړ شو.


د عتلياه يعنې د هغه بدکارې ښځې منونکو د مالِک خُدائ د کور نه د ډېر وخت نه غلا کوله او ټول مقدس څيزونه يې هم د بعل په عبادت کښې استعمالول.


هم د هغه کال په اوومه مياشت، اِسمٰعيل د نتنياه زوئ او د اليسمع نمسے چې د شاهى خاندان يو کس وو، او د اوچتې عُهدې آفسر وو، هغه د لسو سړو سره مصفاه ته د جدلياه سره مِلاوېدو له لاړو. کله چې هغوئ په شريکه روټۍ خوړله،


کله چې هغوئ رُخصت شول نو يوسف ته د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او مِصر ته هِجرت وکړه، او تر هغې هلته ايسار شه چې زۀ درته ووايم، ځکه چې هيروديس د دې ماشوم په تلاش کښې دے چې قتل يې کړى.“


هر کله چې هيروديس د ستورو عِلم لرونکو په دوکه پوهه شو نو سخت په قهر شو او حُکم يې وکړو چې د بيت‌لحم او د خوا او شا هغه ټول ماشومان چې عُمر يې دوه کاله يا د دې نه کم وى، قتل يې کړئ. نو د ستورو د عِلم لرونکو د معلوماتو په مطابق هغۀ دا د وخت اندازه لګولې وه.


هغه په عفره کښې د خپل پلار کور ته لاړو او هلته يې د يو کاڼى دپاسه خپل اويا وروڼه ووژل، چې د جدعون زامن وُو. خو د جدعون کشرے زوئ يوتام پټ شو او ونۀ وژلے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan