Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 10:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 په سحر کښې، هغه د ښار دروازې له لاړو او چې کوم خلق هلته وُو نو هغوئ ته يې ووئيل، ”زۀ هغه څوک يم چا چې د يورام بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه او هغه يې ووژلو، تاسو د هغې ذمه وار نۀ يئ. خو دا ټول چا ووژل؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 10:9
7 Iomraidhean Croise  

ياهُو هغوئ ته يو بل خط وليکلو، ”کۀ تاسو زما ملګرتيا کوئ او زما حُکمونو منلو ته تيار يئ، نو سبا دا وخت په يزرعيل کښې د اخى‌اب بادشاه د زامنو سرونه ما له راوړئ.“ د اخى‌اب بادشاه اويا زامن د سامريه ښار د مشرانو د حِفاظت لاندې لوئ شول.


کله چې ياهُو خبر شو چې د اخى‌اب د زامنو سرونه راوړے شوى دى، نو هغۀ حُکم ورکړو چې د دې نه د ښار د دروازې په خولۀ کښې دوه ډيرى جوړ کړئ او تر سحر پورې دې هلته پرېښودلے شى.


نو اوس، اے د يروشلم او د يهوداه اوسېدونکو خلقو، زما او زما د انګورو د باغ په مينځ کښې فېصله وکړئ.


نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل چې، ”په هغۀ باندې ”يزرعيل“ نوم کېږده، ځکه چې په لږ وخت کښې به زۀ د ياهُو بادشاه خاندان له سزا ورکړم، د هغه قتلونو انتقام به ترې نه واخلم کوم چې هغۀ په يزرعيل کښې کړى دى. او زۀ به د اِسرائيل بادشاهى هم ختمه کړم.


زۀ ستاسو په وړاندې يم. کۀ ما څۀ غلط کار کړے وى، اوس اوس د مالِک خُدائ او د هغه بادشاه په مخکښې په ما اِلزام ولګوئ کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. ما د چا غوَيے يا د چا خر بوتلے دے څۀ؟ ولې ما څوک دوکه کړے دے يا مې په چا ظلم کړے دے څۀ؟ ما د چا نه رشوت اخستے دے څۀ؟ کۀ ما دا يو کار هم کړے وى، نو ما چې څۀ هم اخستى وى هغه به واپس ورکړم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan