7 چې کله د ياهُو خط راورسېدو، نو د سامريه مشرانو د اخىاب هغه اويا واړه زامن ووژل، د هغوئ سرونه يې په ټوکرو کښې واچول او په يزرعيل کښې يې ياهُو له ولېږل.
هغۀ ته ووايه چې زۀ مالِک خُدائ هغۀ ته فرمايم چې د هغه سړى د وژلو نه پس، د هغۀ په جائيداد قبضه هم کوې څۀ؟ هغۀ ته ووايه چې زۀ داسې فرمايم، په کوم ځائ کښې چې سپو د نبوت وينه وڅټله نو سپى به هلته ستا وينه هم وڅټى.“
نو مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې زۀ په تا تباهى راولم. زۀ به تا لرې کړم او ستا د خاندان هر يو نر کس به ختم کړم، کۀ هغه بوډا وى او کۀ ځوان وى.
ياهُو هغوئ ته يو بل خط وليکلو، ”کۀ تاسو زما ملګرتيا کوئ او زما حُکمونو منلو ته تيار يئ، نو سبا دا وخت په يزرعيل کښې د اخىاب بادشاه د زامنو سرونه ما له راوړئ.“ د اخىاب بادشاه اويا زامن د سامريه ښار د مشرانو د حِفاظت لاندې لوئ شول.
کله چې ياهُو خبر شو چې د اخىاب د زامنو سرونه راوړے شوى دى، نو هغۀ حُکم ورکړو چې د دې نه د ښار د دروازې په خولۀ کښې دوه ډيرى جوړ کړئ او تر سحر پورې دې هلته پرېښودلے شى.
په سحر کښې، هغه د ښار دروازې له لاړو او چې کوم خلق هلته وُو نو هغوئ ته يې ووئيل، ”زۀ هغه څوک يم چا چې د يورام بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه او هغه يې ووژلو، تاسو د هغې ذمه وار نۀ يئ. خو دا ټول چا ووژل؟
څنګه چې د اخزياه مور عتلياه د خپل زوئ د قتل نه خبر شوه، نو هغې ووئيل چې د شاهى خاندان ټول کسان دې ووژلے شى.
کله چې بادشاهى په پوره توګه د يهورام په لاس کښې وه، نو هغۀ خپل ټول وروڼه او د اِسرائيل څۀ مشران هم ووژل.