دوېم بادشاهان 10:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 د سامريه حکمرانان ويرېدل. هغوئ ووئيل، ”يورام بادشاه او اخزياه بادشاه چې د ياهُو مخالفت نۀ شو کولے نو مونږ د هغۀ مخالفت څنګه وکړُو؟“ Faic an caibideil |
اخزياه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغه په خپله جنګى ګاډۍ کښې د بيتهګان ښار طرف ته وتښتېدو او ياهُو ورپسې وو. ياهُو خپلو سړو له حُکم ورکړو، ”دے هم ووژنئ.“ او چې کله هغۀ د ابليعام ښار سره نزدې جور ته خپله جنګى ګاډۍ روانه کړې وه نو هغه يې زخمى کړو، خو تر هغې پورې روان وو چې د مِجدو ښار ته ورسېدو او هلته مړ شو.