36 ياهُو په سامريه کښې اتۀويشت کاله بادشاهى وکړه.
هغه مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوآخز د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
څنګه چې د اخزياه مور عتلياه د خپل زوئ د قتل نه خبر شوه، نو هغې ووئيل چې د شاهى خاندان ټول کسان دې ووژلے شى.