34 نور هر څۀ چې ياهُو کړى وُو، سره د هغۀ د بهادرۍ د کارنامو، دا د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
د سليمان کارنامې، د هغۀ حِکمت او چې نور څۀ يې هم کړى وُو هغه ټول ”د سليمان شاه نامه“ نومې کِتاب کښې ليکلے شوى دى.
يربعام بادشاه چې نور څۀ هم وکړل، هغۀ چې کوم جنګونه کړى وُو او چې هغۀ څنګه بادشاهى کوله نو دا هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
نور هر څۀ چې رحُبعام بادشاه کړى وُو نو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
اخزياه بادشاه چې نور هر څۀ هم کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون سيند په غاړه په جنوب کښې د عروعير ښار پورې، په دې کښې د جِلعاد او بسن علاقې هم شاملې وې، چرته چې د جاد، روبين او نمرخاتۀ طرف ته منسى قبيلې اوسېدې.
هغه مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوآخز د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
يوآس بادشاه چې نور هر څۀ هم کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
يهوآخز چې نور هر څۀ هم کړى وُو سره د هغۀ د ټولو بهادرۍ کارونو، هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.