32 په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د اِسرائيل د علاقې کمول شروع کړل. د شام بادشاه حِزائيل د اِسرائيل ټوله علاقه فتح کړه
هر څوک چې د حِزائيل نه ژوندے خلاص شى نو د ياهُو په ذريعه به ووژلے شى او هر څوک چې د ياهُو نه وتښتى نو اليشع به هغه ووژنى.
په هغه وخت د شام بادشاه حِزائيل د جات په ښار باندې حمله وکړه او هغه يې فتح کړو، بيا هغۀ په يروشلم باندې د حملې کولو فېصله وکړه.
د يهوآخز په ټوله بادشاهۍ کښې د شام بادشاه حِزائيل به په اِسرائيلو زياتے کولو،
بيا د اِسرائيل بادشاه يهوآس بِنحدد له درې ځله شکست ورکړو او هغه ښارونه يې بيا قبضه کړل چې د يهوآخز د بادشاهۍ په دوران کښې بِنحدد نيولى وُو، يهوآخز د يهوآس پلار وو.
هغۀ هغه ټوله علاقه فتح کړه کومه چې مخکښې د اِسرائيل وه چې په شمال کښې د حمات درې نه واخله په جنوب کښې د مړ درياب پورې وه. مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د خپل خِدمت کوونکى د امتى زوئ يُونس په ذريعه د هغې وعده کړې وه، څوک چې د جاتحِفر وو.
حِزائيل ترې نه تپوس وکړو، ”زما صاحِبه ولې ژاړې؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”ما ته د هغه بدو پته ده چې تۀ به يې د اِسرائيليانو سره کوې، تۀ به د هغوئ قلعې وسوزوې، د هغوئ زلمى به په تُوره ووژنې، د هغوئ بچى به ټوټې ټوټې کړې او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وشلوې.“
او بيا يې شمېر په کمېدو شو او عاجزان شول د ظلم، مصيبت او خفګان په وجه خوار و زار شول،