Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 10:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 چې هلته کومه مقدسه ستنه وه هغه يې راوويستله او وې سوزوله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 10:26
15 Iomraidhean Croise  

کله چې فلستيان وتښتېدل، نو هغوئ خپل بُتان شا ته پرېښودل او داؤد او د هغۀ سړو دا يوړل.


هغوئ د غلطو خُدايانو دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې او د کاڼو ستنې او د اشيرې بُت نښې يې ولګولې چې په غرونو او د شنو ونو لاندې عبادت وکړى.


هغۀ خپله نيا معکه د ”مور مَلِکه“ د عُهدې نه لرې کړه، ځکه چې هغې د اشيرې يو بې‌حيا بُت جوړ کړے وو. آسا دا بُت مات کړو او د قِدرون په مېدان کښې يې وسوزولو.


هغۀ په سامريه کښې د بعل دپاره يوه عبادتخانه او يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او هغه يې په کښې کېښودو.


بيا خلق د بعل عبادتخانې ته لاړل او راوې غورزوله، هغوئ قربان‌ګاه او بُتان ټوټې ټوټې کړل او د بعل اِمام متان يې د قربان‌ګاه په مخکښې ووژلو. يهويدع د مالِک خُدائ په کور باندې څوکيداران ودرول،


هغۀ علاقائى عبادتخانې تباه کړى، د کاڼى ستنې يې ماتې کړې او د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې. هغۀ د زېړو مار هم ټوټې ټوټې کړو چې موسىٰ جوړ کړے وو، چې نوم يې نحشتان وو. ځکه چې تر اوسه پورې اِسرائيلو دې ته خوشبوئى سوزوله.


او د هغوئ خُدايان يې اور ته اچولى دى او سوزولى يې دى، اسوريانو دا ځکه تباه کړے شول، چې په حقيقت کښې دا خُدايان نۀ وُو او تش د لرګو او کاڼو نه انسانانو جوړ کړى وُو.


هغه ټولې قربان‌ګاه چې د يهوداه بادشاهانو د محل په چت باندې د احاز بادشاه د کوټې نه بره جوړې کړې وې نو يوسياه بادشاه هغه راوغورزولې، سره د هغه قربان‌ګاه چې منسى بادشاه د مالِک خُدائ کور په دوو دربارونو کښې اېښې وې، هغۀ قربان‌ګاه ذرې ذرې کړلې او د دې ټُکړې يې د قِدرون په وادۍ کښې واچولې.


بيا يوسياه مشر اِمام خِلقياه له، د هغۀ لاندې اِمامانو او د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو د دروازې خادمانو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ د کور هغه ټول څيزونه وباسى چې د بعل، د اشيرې بُت او د ستورو په عبادت کښې استعمال شوى وى. بادشاه دا ټول څيزونه د قِدرون د وادۍ په پټو کښې د ښار نه بهر وسوزول او د دې ايرې يې بيت‌ايل ته يوړې.


هغۀ د مالِک خُدائ کور نه د اشيرې بُت نښه لرې کړله، د ښار نه بهر د قِدرون وادۍ ته يې يوړه، وې سوزوله او خاورې يې کړه او د دې ايره يې د عامو خلقو په قبرونو باندې وشيندله.


هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه، خو د خپل پلار يا د خپلې مور ايزبل په شان خراب نۀ وو او د بعل هغه بُت يې راوغورزولو کوم چې د هغۀ پلار جوړ کړے وو.


کله چې فلستيان تښتېدل، نو هغوئ خپل بُتان د ځان نه وروستو پرېښودل او داؤد حُکم وکړو چې دا دې وسوزولے شى.


د شمالى بادشاهۍ په ټوله علاقه کښې هغۀ قربان‌ګاه او د اشيرې بُت نښې ټوټې ټوټې کړې او بُتان يې خاورې کړل او د خوشبويۍ ټولې قربان‌ګاه يې ټوټې ټوټې کړې. بيا هغه يروشلم ته راواپس شو.


نو داسې به د يعقوب ګناه معاف شى، او چې کله د اِسرائيل ګناهونه ختم شى نو په نتيجه کښې به هغوئ د غېرو قومونو قربان‌ګاه د چونې د کاڼى په شان ذرې ذرې کړى او د قربان‌ګاه خوشبودارې مصالحې او د اشيرې د بُت نښې به پاتې نۀ شى.


د هغوئ د قربان‌ګاه ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې ټوټې ټوټې کړئ، د هغوئ د اشيرې بُت نښې راوغورزوئ او د هغوئ بُتان وسوزوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan