Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 10:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 چې څنګه ياهُو نذرانې پېش کړې، نو هغۀ څوکيدارانو او آفسرانو ته ووئيل، ”دننه ورشئ او ټول ووژنئ، چې يو هم درنه خلاص نۀ شى.“ هغوئ تُورې راويستلې او دننه لاړل، ټول يې ووژل او د هغوئ لاشونه يې بهر راښکل. بيا هغوئ د عبادتخانې دنننى ځائ ته لاړل،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 10:25
10 Iomraidhean Croise  

الياس حُکم وکړو، ”د بعل پېغمبران ونيسئ، چې يو هم درنه ونۀ تښتى.“ خلقو هغه ټول ونيول او الياس هغوئ لاندې قيسون سيند ته بوتلل او وې وژل.


بيا خلق د بعل عبادتخانې ته لاړل او راوې غورزوله، هغوئ قربان‌ګاه او بُتان ټوټې ټوټې کړل او د بعل اِمام متان يې د قربان‌ګاه په مخکښې ووژلو. يهويدع د مالِک خُدائ په کور باندې څوکيداران ودرول،


هغۀ د ټولو علاقائى عبادتخانو اِمامان په قربان‌ګاه باندې ووژل چرته چې هغوئ خِدمت کولو او هغۀ په هره قربان‌ګاه باندې د بنيادمو هډُوکى وسوزول او بيا هغه يروشلم ته راواپس شو.


څوک چې د مالِک خُدائ نه بغېر بل خُدائ ته قربانى پېش کوى هغه دې هلاک کړے شى.


نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو هر يو کس ته دا حُکم کوى چې خپله تُوره راوباسئ او د خېمو د يو سر نه تر بل سره پورې ځئ او هر يو کس دې خپل وروڼه، خپل دوستان او خپل ګاونډيان ووژنئ.“


د هغۀ سره نزدې چې کوم د هغۀ محافظان ولاړ وُو نو هغوئ ته يې ووئيل، ”د مالِک خُدائ اِمامان ووژنئ. هغوئ د داؤد سره سازش وکړو او ما ته يې ونۀ وئيل چې هغه تښتېدلے دے، اګر چې دې ټولو ته پته ده.“ خو د هغۀ حِفاظت کوونکو د مالِک خُدائ د اِمامانو د وژلو دپاره په هغوئ باندې لاس اوچتولو نه اِنکار وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan