Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 10:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 د هغې نه پس، ياهُو په خپله د ريکاب زوئ يوندب سره عبادتخانې ته دننه شو او خلقو ته يې هلته ووئيل، ”پام کوئ چې صِرف د بعل عبادت کوونکى حاضر وى او د مالِک خُدائ يو عبادت کوونکے هم نۀ وى راننوتلے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 10:23
7 Iomraidhean Croise  

د اشبوست دوه آفسران وُو کوم چې د لښکرو مشران وُو، د هغوئ نومونه بعنه او ريکاب وُو، هغوئ د رِمون زامن وُو چې هغه د بنيامين د قبيلې د بيروت نه وو. بيروت د بنيامين حِصه ګڼلے شى.


بيا ياهُو د مقدسو چُوغو مشر اِمام له حُکم ورکړو چې چُوغې راوړه او عبادت کوونکو له يې ورکړه.


بيا هغه او يوندب دننه لاړل چې بعل ته قربانۍ او سوزېدونکې نذرانې پېش کړى. هغۀ اتيا سړى د عبادتخانې نه بهر ودرولى وُو او هغوئ ته يې وئيلى وُو، ”تاسو به دا ټول خلق وژنئ، چې د چا نه يو کس هم وتښتى نو د هغۀ په سر کښې به هغه وژلے شى.“


خو هغوئ راته په جواب کښې ووئيل چې، ”مونږ مے نۀ څښو، ځکه چې زمونږ نيکۀ يوندب د ريکاب زوئ مونږ ته دا حکم راکړے دے چې تاسو او ستاسو اولاد دې کله هم مے نۀ څښى.


پرېږدئ چې دواړه يو ځائ پاخۀ شى، نو د لَو په وخت به زۀ لَوګرو ته ووايم چې اول جمدر وريبئ او د سوزولو دپاره يې ګېډۍ کړئ، پس له هغې نه غنم وريبئ او زما درمند ته يې راوړئ.“


دغه شان په آخره کښې به اِبن آدم خپلې فرښتې ولېږى او د هغۀ د بادشاهۍ نه به هر هغه څيز راغونډ کړى چې سړے پرې تيندک خورى او هغه ټول خلق چې بې‌شرعې کارونه کوى


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan