20 بيا ياهُو اِعلان وکړو، ”د بعل د درناوى دپاره د عبادت د ورځې اِعلان وکړئ.“ نو اِعلان وشو،
هغوئ اعلان وکړو چې نن روژه ونيسئ، خلق راغونډ شول او نبوت له يې د عزت ځائ ورکړو.
هغۀ د هغوئ والۍ واخستلې، ويلې يې کړې او د سخى په شکل يې يو بُت ترې نه جوړ کړو. هغوئ ووئيل، ”اے بنى اِسرائيلو، دا زمونږ خُدائ دے چې مونږ يې د مِصر د مُلک نه راوويستلو.“
بيا هارون د سرو زرو سخى په مخکښې يوه قربانګاه جوړه کړه او اِعلان يې وکړو، ”سبا به د مالِک خُدائ دپاره اختر وى.“
د مقدسې روژې نيولو اعلان وکړئ، او د خلقو مقدسه اجتماع راوغواړئ. مشران او د مُلک ټول خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک کور ته راوغواړئ او مالِک خُدائ ته وژاړئ.
په صيون کښې بيګل وغږوئ، د مقدسې روژې اعلان وکړئ، او خلق مقدسې اجتماع له راوغواړئ.